د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د خبرترک ورځپاڼې ” تر ټولو زیات د نیالګیو کینولو د ریکارډ سند ولسمشر اردوغان ته تقدیم کړی شو “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د نیالګیو کینولو د سفربرۍ په چوکاټ کې په چوروم ولایت کې په یو ساعت کې د ۳۰۳ زره او ۱۵۰ نیالګیو د کینولو سره ریکارډ ټینګ کړی وو. د ترکیې د ګرنۍ او ځنګلونو وزیر بکر پاکدیمیرلي ددې ریکارډ سند ولسمشر رجب طیب اردوغان ته تقدیم کړ. د ویلو ده چې په چورم ولایت کې د نوامبر په ۱۱ مه نيټه په یو ساعت کې تر ټولو زیات د نیالګیو کینولو ریکارډ د ګینس د ریکارډونو په کتاب کې ثبت شوی وو. د ویلو ده چې د نوامبر په ۱۱ مه نيته په ترکیه کې په ۸۱ ولایتونو کې په ۲۰۲۳ نقطو کې ۱۱ میلیونه نیګالي په ۳ ساعتونو کې کینول شوي وو.
د سټار ورځپاڼې ” سوري کډوال په ډیر امن توګه خپلو کورونو ته ستنیږي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د پ ک ک او وای پ جي ترهګرو ډلو د ظلم او شدت نه کډوالۍ ته اړ شوي سوري وګړي د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د هغوې سیمې د ترهګرو نه د تصفیه کولو نه وروسته په داوطلبه توګه خپل هیواد او کور کلو ته په ستنیدو پیل کړی دی.
همداشان سوري کډوال د ولسمشر اردوغان او د ترکیې د وسله والو ځواکونو نه ډیره زیاته مننه کوي.
د سټار ورځپاڼې ” روسیه : د ترکیې سره د ssj-100 او ms-21 الوتکو په اړه مذاکرات دوام لري “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د متحدو الوتکو شرکت رئیس یوري سلیو سار ویلي دي چې ترکیې او روسیې ترمنځه د ssj-100 او ms-21 مساپر وړونکو الوتکو د تسلیمولو د مسئلې په اړه خبرې دوام لري. د ویلو ده چې روسي شرکت تیر کال په استانبول کې جوړ شوي د تکنوفسټ استانبول د هوايي او فضايي تکنالوژۍ په فیستیوال کې خپلې دا الوتکې نړۍ ته معرفي کړې وې. روسي شرکت د لومړي ځل لپاره خپلې الوتکې دلته نندارې ته وړاندې کړې وې.
د حریت ورځپاڼې ” انتالیا د ۱۵ میلیونو تنو ګرځندویانو هدف ترلاسه کړ “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انتالیا ولایت چې په نړۍ کې د ګرځندوی د مهمو مرکزونو نه یادیږي سږ کال په ۱۱ میاشتو کې څه باندې ۱۵ میلیونو تنو ګرځندویانو کوربه توب کړی دی.
د انتالیا ولایت سږ کال د بهرنیو ګرځندویانو د کوربه توب په برخه کې ریکارډ ټینګ کړ. د روان میلادي کال د جنوري او نوامبر د میاشتو ترمنځه انتالیا ولایت ته ۱۵ میلیونه ۵۶۷ زره تنه ګرځندویان راغلي دي. د ویلو ده چې انتالیا ولایت تیر کال د ۱۳ میلیونه او ۶۴۲ زرو تنو کوربه توب کړی وو چې سږ کال دا رقم ۱۵ نیم میلیونو نه اوښتی دی.
د وطن ورځپاڼې ” د ترکیې د فوټبال د ملي لوبډلې ګولکیپر مرد ګونوک په اروپا کې په لومړنیو کتارونو کې ځای ونیو “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د فوټبال د ملي لوبډلې ګولکیپر د اروپا د ۲۰۲۰ کال د جام د سیالیو د غوراوي په سیالیو کې د ۹ لوبو نه په ۷ لوبو کې رقیبې لوبډلې ته اجازه ورنکړه چې ترکیې ته ګول ورکړي. په اروپا کې لومړنیو کتارونو کې ځای نیولی دی. هغه د خپل دې بریالیتوب سره د نړۍ د ډیرو مهمو لوبغاړو نه هم خپه واړله.