د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1304748
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « چاوش اوغلو: د سولې چینې عملیاتو د فرانسې  پلانونه  ډړې وړې کړل »  د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې  ترکیې  په سوریې په شمال کې  د پ ک ک / وای پ جي  او داعش ترهګرو  پر خلاف  د پیل کړو سولې چینې پوځي عملیاتو سره  د ډیرو زیاتو برخو پلانونه  شنډ کړل. ددې عملیاتو نه وروسته د یو زیات شمیر برخو نارې سورې  اوچتې شوې ځکه چې د هغوې  پلانونه  په اوبو لاهو کړی شول. دې برخو  د سوریې په شمال کې د یو ترهګریز دولت د جوړولو  پلان درلود. ددې پلان په سر کې  اسراییلو او فرانسې قرار درلود. فرانسې  لخوا جوړ شوي  ټول پلانونه  په سیند لاهو شول. فرانسې  د همدې امله  د اکتوبر په ۲۹ مه نيټه  د ترکیې جمهوریت جشن  په ویاړ په جوړو شوو میلمستیا ګانو کې ګډون ونکړ. په ترکیه او ټوله نړۍ کې خپل سفیران  میلمستیاګانو ته ونه لیږل.

د ینې شفق ورځپاڼې « په ختیځه مدیترانه کې ستر تطبیقات »  د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې په کوربه توب  او ترکېې د سمندري ځواکونو د قومندانۍ  د سوق او ادارې لاندې  په جوړو شوو  د ختیځې مدیترانې  د ۲۰۱۹ کال د بلنې تطبیقاتو کې  د ۱۵ هیوادونو نه  ۴۷ جنګي بیړیو  او ۴۷۰۰ تنو سمندري ځواکونو ګډون کړی دی.

ددې تطبیقاتو نه موخه  د دوست او متحدو هیوادونو ترمنځه  په متقابله توګه  د کار کولو د ظرفیت  لوړول  او د ناټو په چوکاټ  کې  د ترکیې سمندري ځواکونو  د وړتیا  لوړل دي.

د صباح ورځپاڼې « په ۲۰۲۰ کال کې به ۹۵ نوي کوهیان فعاله کړی شي »  د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر  فاتح دونمز وویل چې ترکیې پدې وروستیو کې  د انرژۍ د پلټون  او برمه کارۍ  په برخه کې جدي پرمختګ کړی دی. ترکیه کې   د روان میلادي کال  په لومړنیو اتو میاشتو کې  د  خامو نفتو تولید کچه پنځه سلنه  لوړه شوې  او د ګازو  د تولید کچه ۲۵ سلنه  ډیره شوې ده .

هغه وویل چې ترکیه په پام کې لري چې په ۲۰۲۰ کال کې  پنځه  کوهیان  په سمندر کې، ۸۵ په وچه کې  او پنځه نور هم  په نورو برخو کې جمعآ ۹۵ کوهیان  پرانیزي .

د سټار ورځپاڼې « ترکي کارپوهانو نوی کشف : د باسیلوس باکتري  پلاستیکي بوتلونه او نایلون  پارچه پارچه کولای شي »  د سرلکی لاندې لیکلي دي، د بورسا ولایت د اولوداغ  پوهنتون  د ساینس  د فاکولتې د بیولوژۍ د څانګې  لخوا په ترسره شوو څیړونو کې  دا معلومه شوې ده چې  د باسیلوس باکتري  چې  تیلو  سره تغذیه کیږي  پلاستیکي  بوتلو  او نایلون  د پارچه پارچه کولو  توان لري.

د یادې شوې فاکولتې د مالیکولونو د بیالوژۍ د څانګې  مشرې  پروفیسور ډاکټر ایلیف دیمیرکان  ویلي دي چې ' نړۍ ته غواړم  چې ووایم  د باسیلوس  باکتري چې مونږ د ترکیې په خاورو کې  ترلاسه کړې  ده  د پلاستیکي بوتلونو  او نایلون  د پارچه پارچه کولو  توان او قدرت لري. دا مسئله به  د چاپیریال او ښار جوړونې وزارت سره هم  شریکه کړو.'

د خبرترک ورځپاڼې « په مصنوعي  ذکا  تر ټولو زیات ترکیې پانګه اچونه کړې »  د سرلیک لاندې  لیکلي دي، ترکیې په خپله سیمه کې  تر ټولو زیات  په مصنوعي  ذکا  پانګه اچونه کړې ده . ترکیې په تیرو لسو کلونو کې  د مصنوعي ذکا  او تکنالوژۍ  په برخو ې  د ۳ عشاریه ۴ میلیاردو ډالرو  پانګه اچونې سره  په لومړني کتار کې  ځای نیولی دی. په ترکیه کې  ډیری شرکتونه  ۳۵ سلنه  ددې تکنالوژۍ نه استفاده کوي.



اړوند خبرونه