د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/690a/e1b7/ceb6/5da5771228b1a.jpg?time=1719014252)
د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې او روسیې ترمنځه د امن سیمې په اړه تاریخي تفاهم » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د سوریې په شمال کې پلان کړې د امن سیمې د جوړولو په مسئله کې د امریکا متحده ایالتونو نه وروسته روسیې سره هم تفاهم وکړ.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د روسیې په سوچي ښار کې د نوموړي هیواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې هوکړه لیک لاسلیک کړ. د نوموړې هوکړه لیک له مخې په سوریه کې د ترکیې پولو ترڅیرمه موجود د پ وای جي عناصرو ته د سیمې نه د وتو په خاطر ۱۵۰ ساعته مهال ویش وټاکل شو. ددې مهال ویش له مخې به د وای پ جي عناصر د خپلو وسلو سره یو ځای له مخې وویستل شي. دا ترهګر به د ترکیې د پولو نه په اعتبار سره ۳۰ کیلومتره په سور سره په شا کړې شي. د ترکیې او روسیې ځواکونه به په سیمه کې په ګډو ګزمو پیل وکړي.
د صباح ورځپاڼې « د ملي دفاع وزارت : تازه پوځي عملیاتو ته اړتیا پاتې نشوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د سوریې په شمال کې د سولې چینې د پوځي عملیاتو د سیمو نه بهر په نورو سیمو د پوځي عملیاتو لپاره اړتیا پاتې نشوه. د ملي دفاع وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې
« امریکا متحده ایالتونو اعلان کړی دی چې وای پ جي عناصر د ټاکل شوي ۱۲۰ ساعته مهلت په دننه کې د سیمې نه بشپړه توګه وتلي دي. »
د حریت ورځپاڼې « د روغتیا نړۍوال سازمان د سپین فاسفورس بمونو د کارونې ادعا رد کړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د روغتیا د نړۍوال سازمان ویاند کرستین د سوریې په شمال کې د وای پ جي ترهګرې ډلې او بعضو لویدیځوالو رسنیو لخوا د ترکیې په وسله والو ځواکونو د سپین فارسفورس بمونو د کارولو تورونه رد کړل . هغه وویل هغه عکسونه او ویدیوګانې چې خپرې شوي دي دا ټول پخوا او د سوریې په نورو سیمو کې ثبت شوي دي. هغه ویلي دي چې په سیمه کې پرمختګونه د نږدې تعقیبوي.
د سټار ورځپاڼې « د انګلستان د ټایمز ورځپاڼې لیکوال : پ ک ک د ترکانو سربیره پخپله کوردانو ته ستر زیان رسوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انګلستان د ټایمز ورځپاڼې لیکوال سارا تور ویلي دي چې د پ ک ک ترهګري سازمان څانګې پ وای جي او اس ډي جي د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګي دي. نوموړې ترهګر خپلو موخو ته د رسیدو په خاطر هر لارې ته لاس اچوي. نوموړي لیکوال په سوریه کې جوړیدونکي د امن سیمې نه د ملاتړ اعلان کړی دی او ویلي دي چې پ ک ک د ترکانو سربیره پخپله کوردانو ته ډير ستر زیان رسولی دی او رسوي يي.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکي خواړه د ډرامو په وسیله نړۍ ته معرفي کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د ګرځندوی د ودې په خاطر ترکیه د تولې معنا سره نړۍ ته معرفي کیږي. د ویلو ده چې ترکیه د روغتیا او عقیدوي ګرځندوی سربیره د خوړو توریزم د ودې په خاطر هم نسټوني بډوهلي دي. ترکیې تر ۲۰۲۳ کاله د ګرځندوی په برخه کې د کال ۷۵ میلیونه تنه ګرځندویانو هدف ټاکلی دی. د همدې امله ددینه وروسته به ترکیې مشهور خواړه د ترکي ډرامو په وسیله نړۍ ته معرفي کړی شي.