د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/690a/e1b7/ceb6/5da5771228b1a.jpg?time=1719124682)
د خبرترک ورځپاڼې « اردوغان : د ملي امنیت په برخه کې پخپله تصمیم نیوونکی یو هیواد یو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه د ملي امنیت په مسئلو کې پخپله تصمیم نیوونکی یو هیواد دی او پدې مسئله کې د چا نه اجازه اخیستو ته اړتیا نلرو. هغه وویل چې د ترکیې لخوا د سوریې په شمال کې په ترسره شوو پوځي عملیاتو کې یواځې په ۹ ورځو کې ۷۶۵ تنه ترهګر له منځه وړي او ۱۵۰۰ کیلومتره سیمه د ترهګرو نه تصفیه کړې ده . هغه وویل د ۱۲۰ ساعتونو د پوره کیدو سره سم که چیرې شوې ژمنې عملي شوي ندي سمدلاسه پوځي عملیات د پاتې ځای نه پیلوو. د امریکا نه زمونږ هیله داده چې ورکړې ته ورکړې ژمنې عملي کړي او خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي.
د وطن ورځپاڼې « د ترهګري سازمان د کیمیايي وسلو درواغ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګو پ وای ډي چې د سوریې لخوا د پيل شوو سولې چینې پوځي عملیاتو په ترڅ کې ډیره ستره ضربه ولیده او د امریکا متحده ایالتونو د هڅو په پایله کې ورته د سیمې نه د وتو په خاطر ۱۲۰ ساعته وخت وټاکل شو دا ځل پر ترکیې د ناحقه تورونو د پورې کولو په خاطر په ملکي وګړو باندې د کیمیايي وسلو په بریدونو چې پړه يي پر ترکیې واچوي لاس پورې کړی دی. د ترکیې د ملي استخباراتو تشکیلاتو هغه اسناد او شواهد ترلاسه کړي دي چې د پ ک ک ترهګرې ډلې په کیمیايي وسلو بار ۶ لارۍ د عراق نه د سوریې شمال د قامشلي ولسوالۍ ته انتقال کړي دي.
د ینې شفق ورځپاڼې « خلوصي اکار: ترکیې وسله وال ځواکونه یو ګرام کیمیايي وسله هم نلري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د هغه خبري رسنیو په اړه چې د سولې چینې د عملیاتو پر مهال د ترکي ځواکونو لخوا د کیمیايي وسلو د کارولو په اړه يي غلط او ناسم خبرونه خپاره کړي دي ډیر سخت غبرګون وښود. هغه وویل چې د ترکیې وسله وال ځواکونه یو ګرام هم کیمیايي وسله نلري. هغه وویل چې د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګو وای پ جي اوس پر ترکیې د کیمیايي وسلو د کارولو تورونه پورې کړي . ترکیه یواځې د جګړې په ډګر کې نه بلکې رسنیز ډګر کې به هم ددې ترهګرو پر خلاف مبارزه وکړي.
د سټار ورځپاڼې « ترکیه د اورواسیا د ډیټا په مرکز بدلیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه به په راتلوونکو ورځو کې د ډیټا سنټر ایرواسیا ایکسپو د نندارتون کوربه توب وکړي. پدې نندارتون کې چې د لومړي ځل لپاره په استانبول کې جوړیږي د نړۍ د ۳۵ هیوادونو نه ۲۵۰ برانډونه خپلې وروستۍ تکنالوژۍ نندارې ته وړاندې کړي. دا ننداتون چې د نوامبر په ۲۸ مه نیټه جوړیږي د دسمبر تر لومړۍ نیټې به دوام وکړي.
د ویلو ده چې دا نندارتون به ترکیه د یو مهم سیمه ایز ځواک په توګه نړۍ ته معرفي کړي.
د حریت ورځپاڼې « استانبول د نړۍ تر ټولو د ښکلو ښارونو په کتار کې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ تر ټولو ښکلي ښارونه اعلان شول. د فلایت نیټ ورک په نامه سیاحتي ویب پاڼې د څه باندې زرو تنو ګرځندوی د برخې لیکوالانو او سیاحتي نماینده ګیو سره د مخامخ لیدنې په ترڅ کې د نړۍ تر ټولو د ښکلو ۵۰ ښارونو لست جوړ کړی دی.
پدې لست کې د ترکیې د استانبول ښار په ۱۷ م کتار کې ځای نیولی دی.