د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا ټرمپ ته ځواب : د ترهګرۍ د لمنځه وړو سره به لا زیات ژوندونه وژغورل شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د ټویټر له لارې خپور کړي پیغام ته ځواب ووایه. ولسمشر اردوغان د ټرمپ د پیغام په ځواب کې داسې لیکلي دي « ښاغلی ولسمشره : د بشري د سر دښمن ترهګرۍ د لمنځه وړو سره به لا زیات ژوندونه وژغورل شي. پوره باور لرم چې پدې اړه ګډې هڅې به زمونږ په سیمه کې سولې او استقرار د ټینګښت سره به مرسته وکړي.»
د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ پرون په انقره کې د ولسمشر اردوغان او د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس د لیدنې نه وروسته د خپل ټویټر پاڼې له لارې پیغام خپور کړی وو او ویلي وو چې د ترکیې نه ډير ښه خبرونه لري. مننه ولسمشر اردوغان . ستاسې له برکته د میلیونو تنو ژوند وژغورل شو.
د وطن ورځپاڼې « چاوش اوغلو : په سوریه کې پوځي عملیات د پنځو ورځو لپاره ځنډوو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون په پلازمینه د امریکايي هیئت سره د لیدنې نه وروسته خبري غونډې ته معلومات ورکړل. هغه ترکیې او امریکا ترمنځه د لیدنې په اړه وویل چې « په ننۍ غونډه کې د ښاغلي ولسمشر رجب طیب اردوغان د فراست او قوي مشرۍ په نتیجه کې مو خپلې غوښتنې ټولې په مقابل لوري ومنلې. مونږ چې څه غوښتل هغه مو ترلاسه کړل. د وای پ جي ترهګرې ډلې سره د موجودو وسلو د راټولو په مسئلې سره په تفاهم ورسیدو. د ۱۲۰ ساعتونو لپاره به پوځي عملیات ودرو. دا اوربند ندی ځکه چې اوربند د دوو مشروع خواوو ترمنځه کیږي. وای پ جي ترهګر د سیمې نه په کامله توګه د وتو نه وروسته به اوربند وکړو او عملیات به پایته ورسو.»
د حریت ورځپاڼې « د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار پرون وویل چې پرون ترهګرې ډلې زمونږ پر وسله والو ځواکونو د کیمیايي وسلو نه د کار اخیستو تور پورې کړی وو. هغه وویل پدې هر سړی ډیر ښه پوهیږي چې د ترکیې وسله وال ځواکونه هیڅډول کیمیايي وسله نلري .
دا ټول بې بڼسټه او بې بنیاده تورونه دي.
هیڅډول حقیقت نلري .
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې او روسیې ترمنځه مهمه غونډه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن پرون د سوریې لپاره د روسیې د ځانګړي استازي په مشرۍ د روسي هیئت سره لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې ترکیه او روسیه د ترهګرو په مقابل کې چې د سوریې مځکنۍ بشپړتیا ته جدي ګواښ مخامخ کړی دی د هر ډول تدابیرو پر نیول سره په توافق ورسیدل.
د صباح ورځپاڼې « ترهګري سازمان ته ستر ګوزار » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د هیواد دننه او بهر د پې کاکا ترهګرې ډلې پر خلاف د روانو عملیاتو په ترڅ کې ۱۱۸ تنه ترهګر چې ژمنیو عملیاتو ته چمتوالی نیوه له منځه یوړل شول. همداشان پدې عملیاتو کې د ترهګرو یو ځای شمیر پټنځایونه ، مغارې، د وسلو او مهماتو ډیپوګان او د تجمع مرکزونه له منځه وړل شوي دي.