د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/9385/128f/dfdd/5d8b3657ad6e7.jpg?time=1719163368)
د خبرترک ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان لخوا د منبج د عملیاتو په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په سوریه کې د روانو پوځي عملیاتو نه ډیره ښه نتیجه ترلاسه شوې ده. هغه وویل چې پر منبج علمیات پیل شول . ولسمشر اردوغان وویل چې د منبج اصلي خاوندان عربان دی. زمونږ عرب ورورنه به منبج ته داخل شي. زمونږ دنده او مسئولیت ددې ورونو د امنیت ټینګول دي.
د وطن ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان د ترهګرۍ پر وړاندې د ترکیې پر مبارزې سترګو پټوونکو باندې سختې نیوکې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې لویدیځې نړۍ د ترکیې لخوا د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزې سترګې ړندې کړي دي. هغه وویل چې زمونږ دا وروستی ګام هم خپل سبب لري. د عراق شمالي برخې د پ وای ډي، وای پ جي ، پ ک ک او داعش ترهګرو ډلو تصفیه کول او سیمه اصلي خاوندانو ته سپارل دي. مونږ په الباب کې د داعش پر خلاف په عملیاتو کې څه باندې ۳۵۰۰ تنه داعشیان له منځه یوړل او سیمه موو د ترهګرو نه تصفیه او پاکه کړه خو نړۍ پرې سترګې ړندې کړي دي. هغوې زمونږ دا عملیات نه ویني. ولسمشر اردوغان وویل چې دا ښکاره دوه مخي ده.
د سټار ورځپاڼې « د داعش سره د پ ک ک او څانګو همکاري يي په اسنادونو ثابت شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سولې د چینې د عملیاتو په ترڅ کې د سوریې په شمال کې د تل ابیض سیمه په کامله توګه د ترهګرو نه تصفیه شوه. همداشان ددې عملیاتو ویدیويي فلمونه هم خپاره شوي دي. په نوموړي فلم کې ښکاري چې د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګې په تل ابیض کې زنداني ټول داعشي ترهګر خوشې کړي دي.
داعشیان هم د هغوې سره په ګډه تښتیدلی دي. کله چې ترکي ځواکونه سیمې ته ورسیدل د هغه زندانونو چې داعشیان پکې ساتل کیدل دیوارونه الوزل شوي وو او دروازې خلاصې پرتې وي.
د ینې شفق ورځپاڼې « ټرمپ د امریکا د ملي تلویزیون آی بي سي پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود » د سرلیک لاندې لیکلي دي د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دوڼلډ ټرمپ د امریکا د ای بي سي ( ABC) تلویزیوني کانال لخوا د وسلو د معرفي کولو پر مهال ثبت شوې یوه ویدیو په سوریه کې د ترکیې لخوا د روانو پوځي عملیاتو په نامه د خپرولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. ټرمپ د نوموړي تلویزیون ددې اقدام نه د لویې رسوايي په توګه یادونه وکړه.
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې هوايي او فضايي صنایعو لخوا تولید شوي توکي په سویلي کوریا کې نندارې ته وړاندې کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د هوايي او فضايي صنایعو ادارې ویلي دي چې د لومړي ځل لپاره په سویلي کوریا کې جوړیدونکي د هوايي او فضايي چارو په نندارتون کې خپل توکي نندارې ته وړانډې کړي.
دا نندارتون چې د اکتوبر په پنځمه نيته پیل شوی دی تر شلمې نیټې به دوام وکړي. پدې نندارتون کې به د ترکیې د اټاک او ګوک بای په نامه پرمختللې الوتکې نندارې ته وړاندې شي.
همداشان دا نندارتون د سویلي کوریا سره د اړیکو او مناسباتو د جوړولو په برخه کې یو ډیر ښه فرصت دی.