د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1283736
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « اردوغان : د بالکان په اړه سیاستونه د دینې لیدلورې له مخې  پر مخ نه وړو »  د سرلیک لاندې  لیکلی دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سربستان د پولیتیکا ورځپاڼې سره  ځانګړې مرکه کړې . ولسمشر اردوغان د یادې شوې ورځپاڼې سره  په خپله مرکه کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  ترکیه د بالکان سره  د قوي تاریخي او کولتوري  اړیکو له امله دا سیمه زمونږ لپاره ډیر زیات اهمیت لري. ترکیه په بالکان سیمو کې دینې سیاستونه پر مخ نه وړي. هغه ویلي دي چې  په بالکان کې د ټولنې جغرافیې خلکو  سربانو، بوسنیایانو، البانیایانو، کرواسیا  او ټولو  د پيړیو پیړیو راهیسې ګډ  او د یو بل ترڅنګ ژوند کړی دی  او په راتلوونکې کې به هم دا لړۍ په همدې شان دوام وکړي. زمونږ ددې سیمې ټولو خلکو ته  چې د هر قوم  منسوب وي  د خپلو نږدې دوستانو په سترګه ګورو او د ټولو سره  د ډیرو ښو او نږدې همکاریو  هیله لرو.

د خبرترک ورځپاڼې  « ترکیه  د سوریې په شمال کې د امن سیمه پخپله جوړوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سوریې په شمال کې د امن سیمې د جوړولو  مسئله په یو نوي پړاو کې داخله شوه. امریکا متحده ایالتونو  اعلان وکړ چې  د سوریې په شمال کې د ترکیې لخوا د پلان شوو پوځي عملیاتو نه به ملاتړ ونکړي او پدې عملیاتو کې به برخه وانخلي. د ترکیې ولسمشر اردوغان  یو ځل بیا  ددې عملیاتو په اهمیت د ټینګار سره وویل چې  یوه شپه به په ناڅاپي توګه  دا عملیات پیل کړو.

د وطن ورځپاڼې « په سویل ختیځ کې  تیل  او په تراکیا سیمه کې ګاز وموندل شول » د سرلکی لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز  وویل چې  ترکیه یواځې په سمندرونو کې نه بلکې په وچه کې هم  د تیلو او ګازو د پلټون چارې ګړندۍ کړي دي.

هغه وویل چې  د ترکیې د سویل ختیځې اناتولیا په سیمه کې  د تیلو د پلټون په ترڅ کې  تیل موندل شوي دي. پدې اړه به هر څه ژر  پوره معلوماتو شریک کړو.

همداشان د تراکیا  په سیمه کې ګاز هم  موندل شوي دي. دا چې  ازمایښتونه  سرته  ندي رسیدلي  د موقعیت او ادرس په اړه يی څه نشو ویلی. خو دا ټول  د خوښیو نه ډک پرمختګونه دي.

د سټار ورځپاڼې « دفاعي او هوايي سکتور صادرات یو عشاریه ۹ میلیاردو ډالرو ته  لوړ شوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي او هوايي چارو سکتور  د روان میلادي کال په نهو میاشتو کې  د صادراتو کچه د تیر کال  همدې میاشتو په پرتله ۳۷ عشاریه ۷ سلنه په لوړیدو سره  یو میلیارده ۸۵۵ میلیونه او ۲۷۴ زره ډالرو ته لوړ شوي دي.

د صباح ورځپاڼې « په ایتنو سپورت فیستیوال کې د ګډون کچه د یو میلیونه نه ډیره وه » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ایتنو سپورت د نړۍوال کنفدراسیون لخوا په استانبول کې  د اتاترک په هوايي ډګر کې جوړ شوي  د ایتنو سپورت په څلورم  نړۍوال فیستیوال کې  چې څلور ورځې دوام وکړ  ۱میلیونه او ۲۰۰ زرو تنو ګدون کړی وو.

پدې فیستیوال کې  د ۱۲ سیمه ایزو او عنعنوي  سپورتونو د سیالیو سربیره د ترکي خوړو  ، لاسي صنعونو  او ماشومانو د لوبو په اړه هم نندارچیانو ته  نه هیریدونکې شیبې ورپه برخه کړې شوې.  



اړوند خبرونه