د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1283130
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان د قزل چه حمام د کمپ اختتامیه  وینا وکړه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ، پرون  د عدالت او پراختیا ګوند  د انقرې د قزل چه حمام  د کمپ  د مشورتي غونډې په وروستۍ جلسه کې د ګډون سره  غونډه  د خپلې وینا سره  پایته ورسوله.ولسمشر اردوغان  دلته په خپله وینا کې د سوریې په شمال کې جوړیدونکي  د امن سیمې په اړه مهمې څرګندونې وکړې. هغه وویل چې  د امریکا ولسمشر ټرمپ زمونږ  خبرې ته راغی او د فرات د ختیځو سیمو نه يي د خپلو ځواکونو د ویستو خبره وکړه. خو د ښاغلي ټرمپ  په شاوخوا کې کسانو د هغه امر تر اوسه پورې عملي کړی ندی.

د صباح ورځپاڼې « د امریکا شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت راوغوښتل شو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په انقره کې د امریکا د  سفیر  لخوا  د ترکیې  د ملیت پالو غورځنګ  د ګوند  د مشر دولت باغچلي  په اړه  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  د یو تن فراراري  ترهګر  ایرګون باباخان لخوا د ټولنیزې مډیا له لارې خپور شوي  د سپکاوي نه ډک پيغام  خوښولو  په ترکیه کې ډیر سخت غبرګونونه  وپارول.

دا چې د امریکا  سفیر  د انقرې نه بهر تللی وو په انقره کې د امریکا د سفارت شارژدافیر  د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی شو او د هغه نه ددې زشت عمل  په اړه  د سپیناوي غوښتنه وشوه. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې  د امریکا  د سفارت شارژدافیر  وویل چې دا کار په اشتباهي  توګه شوی دی خو مونږ بیا هم  د هغوې نه  د خپلې خطا د اصلاح کولو غوښتنه وکړه.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست مشر فخرالدین التون  وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید ددې مسئلې په اړه  تحقیقات پیل کړي  او مسئول ته يي باید  لازمه جزا ورکړي. د ویلو ده چې  د امریکا سفارت  پرون ددې پیښې په اړه  د بښنې غوښتنه وکړه.

د بله پلوه د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چلیلیک  وویل چې دا  ډول  اقدامات د ترکیې په کورنیو چارو کې  د چټلې لاسوهنې په اړه  هلې ځلې دي.

د ینې شفق ورځپاڼې « صبیحه ګوکچن هوايي ډګر  نه  په ۹ میاشتو کې ۲۶ میلیونو تنو مساپرو الوتنې کړي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول د صبیحه ګوکچن نړۍوال هوايي ډګر  د روان میلادي کال  په نهو میاشتو کې  د څه باندې ۲۶ میلیونو تنو مساپرو کوربه توب کړی دی. ویل کیږي  پدې موده کې  لس میلیونو ۴۴۹ زرو تنو کورنیو او ۱۶ میلیونه ۲۰۳ زرو بهرنیو مساپرو  ددې هوايي ډګر نه الوتنې کړي دي.

د خبرترک ورځپاڼې « د موټرو سکتور د سپټمبر په میاشت کې  ۲ عشاریه ۶ میلیارده ډالر صادرات کړي » د سرلکی لاندې لیکلي دي، د ترکیې د موټرو سکتور  د روان کال  د سپټمبر په میاشت کې  تر ټولو ستر صادرات کړي دي. د دې سکتور صادرات په سپتمبر میاشت کې د ۲ عشاریه ۶ میلیاردو ډالرو نه اوښټي دي.

د وطن ورځپاڼې « په ارسلان تپه کې  د ۵۷۰۰ کلن ماشوم اسکلیت  وموندل شو »

د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې  مالاتیا ولایت د اسلان تپې په سیمه کې  په تاریخي کیندو کې  ۵۷۰۰ کلن  د ماشوم  اسکلیټ وموندل شو.اسکلیټ د لا زیاتو تحقیقاتو په خاطر  د تحقیقاتو مرکز ته استول شوی دی.



اړوند خبرونه