د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/04f3/d8e8/9afa/5d8c61b8d3f5a.jpg?time=1718967451)
د صباح ورځپاڼې « په ملګروملتونو کې د ولسمشر اردوغان شعارونه د کاپادوکیا ولایت په اسمان کې ورپول شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه شعارونه چې د ملګروملتونو د سازمان په عمومي اسمبلۍ کې په خپله وینا کې ورکړي وو لکه نړۍ د پنځه نه لویه ده او ترکیې د اسلامي امت امید دی د کاپادوکیا په ولایت کې د په سترو سترو بالونونو د ځوړولو نه وروسته اسمان ته لوړ کړی شول.
د ینې شفق ورځپاڼې « د اسلام دښمنۍ پر خلاف د مبارزې په خاطر تلویزیوني کانال جوړیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د مالیزیا لومړي وزیر مهاتیر محمد او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په نیویارک ښار کې د ملګروملتونو د کلنۍ اسمبلۍ په چوکاټ کې درې اړخیزه غونډه وکړه.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د غونډې نه وروسته د ټولنیزې مډیا له لارې د پيغام په خپرولو سره د کډ تلویزیوني کانال د جوړولو د تصمیم نیولو نه خبر ورکړ.
هغه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې « د ولسمشر اردوغان او لومړي وزیر مهاتر سره مو په ننۍ درې اړخیزه غونډه کې د اسلام فوبیا یا اسلام دښمنۍ پر خلاف د لا ښې مبارزې او د اسلام د سپڅلي دین په اړه د غلطو او ناسمو معلوماتو د اصلاح او مخنیوي په خاطر په انګلیسي ژبه د یو ګډ تلویزیوني کانال د جوړولو پریکړه وکړه.»
د خبرترک ورځپاڼې « په یو کال کې ۲۶۱۱ تنو د ترکېې تابعیت ترلاسه کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د تابعیت په قانون کې د اصلاحاتو د راستو نه راپدیخوا په یو کال کې ۲۶۱۱ تنو د ترکېې تابعیت ترلاسه کړی دی. په خبر کې راغلي دي چې د امریکا نه نیولې تر روسیې، کاناډا، دومینک جمهوریت، برازیل، او نړۍ یو زیات شمیر هیوادونو سوداګرو او پانګه والو د ترکېې تابعیت ترلاسه کړی دی. د ویلو ده چې پدې موده کې ۳۸۵۹ تنو پانګه والو د ترکېې د تابعیت په خاطر مراجعه کړې ده .
د سټار ورځپاڼې « د امریکا لخوا د ترکیې په اړه د په شا ګام اوچتولو لامل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، کارپوهانو ویلي دي چې امریکا د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو په مسئله کې د ترکیې په اړه د په شا ګام اوچتولو یواځنی لامل د ترکیې په څیر د مهم ستراتیژیک او نږدې متفق هیواد د لاسه ورکولو ډار وو.
کارپوهانو ویلي دي چې امریکا په منځني ختيځ کې د خپلو منافعو په خاطر د ترکیې سره قوي اړیکو ته اړتیا لري. د بله پلوه ترکیه په سوریه کې د فرات سیند ختیځو برخو کې د امن سیمې د جوړولو په مسئله کې ډیر جدي او پخه اراده ښودلې ده . همداشان تر ټولو مهمه خبره داده چې امریکا پدې خبره اوس ښه پوه شوې ده چې د اس ۴۰۰ توغندیو سیستم د اف ۳۵ ډوله الوتکو ته هیڅډول کوم خطر ندی مخامخ کړی . امریکا اوس غواړي چې د ترکیې سره اړیکې ښې کړي.
د حریت ورځپاڼې « د ګوتي هرناندیز لخوا د استانبول پیغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اسپانیا نامتو فوټبالر ګوتي هرناندیز پرون په استانبول کې د ۵ عشاریه ۸ په لویوالي سره د زلزلې د رامنځته کیدو نه وروسته د ترکیې او په ځانګړې توګه د استانبول خلکو ته د تسلیت او ډاډګیرنې پيغام خپور کړی دی. نوموړي چې یو څه موده د ترکیې د بیشکتاش په لوبډله کې لوبه کوله د ټولنیزې مډیا له لارې استانبول خلکو سره خواخوږدي ښودلې ده . هغه په ترکی او اسپانیوي ژبو پيغام خپور کړی دی.