د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي

1273312
د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي

 

د حریت ورځپاڼې « د کورنیو چارو وزیر خپل هیواد ته د ستنو شوو سوري کډوالو شمیره اعلان کړه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وویل چې په ترکیه کې د سوري کډوالو رسمي شمیره  د درې نیم میلیونو تنو نه اوښتې ده. د فرات ډال  او زیتون څانګې  د پوځي  عملیاتو په پایله کې د رامنځته شوي امنیت  له امله  ۳۵۴ زره تنه  سوري کډوالو بیرته خپلو سیمو او کورونو ته  ستانه شوي دي. دا کډوال  په خپله خوښه  بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د صباح ورځپاڼې « سلجوق بیرقدار: په تکنوفسټ استانبول فیستیوال کې  د ۱۲۲ هیوادونو نه ګډون شوی دی »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د بیرقدار شرکت د تخنیکي عمومي مشر او د ترکیې د تکنالوژۍ د ډلې  د وقف رئیس  سلجوق بیرقدار  وویل چې  سږ کال  د تکنوفسټ استانبول  د هوايي او فضايي تکنالوژۍ په فیستیوال کې د تیر کال په پرتله  د ګډون کچه ډیره زیاته  لوړه ده. هغه وویل چې تیر کال  پدې فستیوال کې د څه باندې ۶۰ هیوادونو ۵۵۰ زرو تنو ګډون کړی خو سږ  کال  د فیستیوال په لومړنیو دوو ورځو کې  د ۱۲۲ هیوادودنو نه  څه باندې ۲۵۰ زرو تنو ګډون کړی دی.

د وطن ورځپاڼې « ترکیه کې تولیدونکي موټرې ډیری اروپا ته صادریږي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه چې  د موټرو د سکتور  په هډې بدل شوی دی  د جنوري او جون د میاشتو ترمنځه يي  د نړۍ ۱۷۰ هیوادونو نه  د ۱۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت  موټر  صادرې کړي دي. د صادراتو په سر کې  اروپا شتون لري.

د  خبر ترک ورځپاڼې « د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان راپور خپور کړ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان د تجاري جګړو او سیاسي ناڅرګندیو له امله د نړۍوالو اقتصادونو او نړۍ پرمختللو هیوادونو  د اقتصادي وډې اټکلونو کچه راټیټه کړې ده  خو ددې برعکس  د ۲۰۱۹ کال لپاره يي  د ترکیې د اقتصادي ودې اټکل کچه  لوړه کړې ده .

د سټار ورځپاڼې « ترکیه پرمختګ ته دوام  ورکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د فوټبال الف ملي لوبډلخ  د فیفا د درجه بندیو په کتار کې د نړۍ ۳۶ م کتار ته لوړه شوه.

د فیفا د شمیرو له مخې د بلجیم  لوبډلې  د روان کال  د سپټمبر په میاشت کې هم  په لومړي کتار کې ځای نیولی دی. همداشان فرانسې دویم کتار ته ځان ورسو او برازیل لوبډله بیا دریم کتار ته په شا شوه.



اړوند خبرونه