د ترکیې د ورځپانو سرټکي

د ترکیې د ورځپانو سرټکي

1265980
د ترکیې د ورځپانو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « چاوش اوغلو د خپل ایراني سیال سره ټيلیفوني خبرې وکړې  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د خپل ایراني سیال محمد جواد ظریف سره  د ټيلیفون پر کرښه خبرې وکړې. پدې ټیلیفوني خبرو کې دواړو وزیرانو د سوریې په اړه د استانه د مذاکراتو په بهیر  او د سوریې د اساسي قانون د کمیسیون په چارو خبرې وکړې.

د خبرترک ورځپاڼې « د موټرو صادرات په اګست کې ۸ سلنه لوړ شوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې  د موټرو سکتور  د اګست په میاشت کې  د تیر کال همدې میاشتې په پرتله ۸ سلنه وده کړې ده . د روان کال د اګست په میاشت کې د ترکیې د موټرو صادرات  ۱ عشاریه ۷ میلیونو ډالرو ته  رسیدلي دي. د ویلو ده چې د ترکیې د موټرو سکتور  په خپل تاریخ کې د دویم لپاره د اګست په میاشت کې پدې کچه  وده کړې ده .

د ینې شفق ورځپاڼې « د صادراتو سره  د مستقیمو الوتنو مرسته »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په روان کال کې د ترکیې د هوايي شرکت ترکش ایرلاین لخوا مکسیکو او دومینک جمهوریت ته د مسقیمو الوتنو د پيلولو سره  نوموړو هیوادونو ته د ترکیې د صادراتو کچه  د پام وړ لوړه کړې ده . همداشان  ددې هیوادونو نه ترکیې ته د ګرځندویانو د راتګ سره هم  ډیره زیاته مرسته شوې ده . د مسقیمو الوتنو سره  مکسیکو ته  د صادراتو کچه پنځه سلنه او دومینک جمهوریت ته بیا  ۵۲ سلنه لوړه شوې ده .

د سټار ورځپاڼې « د ترکیې د ملي تکنالوژۍ هدف  اسمان ته  رسوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د هوايي او فضايي چارو مهم  نندارتون  تکنوفست  سږ کال  د سپټمبر  د ۱۷ او ۲۲ مو نیټو ترمنځه  جوړیږي.

د ترکیې د صنایعو او تکنالوژۍ وزیر  وویل چې تمه کیږي  ددې نندارتون نه  تر یو میلیونو تنو ډیر کسان  لیدنه وکړي.

هغه وویل چې  ددې نندارتون او فیستیوال سره  غواړو چې  د هوايي او فضايي چارو ته  د هیواد د ځوان نسل  توجه راجلب کړو. هغوې  لا زیات ددې برخو سره اشنا کړو.

د صباح ورځپاڼې « په جابان کې د ترکیې فیستیوال  په اړه ډیره زیاته لیوالتیا »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په جاپان کې  په جوړ شوي  ترکيې فیستیوال کې ډیرو زیاتو خلکو ګډون وکړ. ټولو  هغه کسانو  چې  د ترکیې د کولتور سره  يی مینه درلوده  پدې فیستیوال کې ګډون کړی وو.

 



اړوند خبرونه