د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : په نږدې ورځو کې به زمونږ پلي ځواکونه سیمې ته ننوځي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د هیواد دننه او بهر د ترهګرو پر خلاف ډیر بریالي عملیات دوام لري. ولسمشر اردوغان په سوریه کې د فرات سیند د ختیځو برخو په اړه وویل چې لومړی ګام ډیپلوماسي ده. هو که چیرې د امریکا متحده ایالتونو سره روان مذاکرات بې نتیجې پاتې شي او یا امریکا ترکېې ته د فریب ورکولو هڅه وکړي ترکیه به خپل پلان عملي کړي. د ترکیې ډرون او چورلکې د فرات سیند ختیځ لوري ته په سیمه الوتنو ته دوام ورکوي. انشاالله چې په نږدې ورځو کې به پلي ځواکونه هم سیمې ته ننوځي.
د حریت ورځپاڼې « د انرژۍ د وزیر غوڅ پيغام : ترکیه به بیا کله هم په شا تګ ونکړي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې ترکیه به په ختیځه مدیترانه کې د خپل پر حق دعوا نه لاس وانخلي او دلته به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. هغه وویل چې د ترکیې د ګازو او تیلو پلټوونکي کښتۍ په سیمه کې فعالیت کوي. د ختیځې مدیترانې مسئله د تولې ترکیې ګډه مسئله ده. مونږ د ملت په توګه پرون هم دلته وو، نن هم دلته یو او سبا هم همدلته اوسو او پدې سیمه کې به خپل شتووالي ته دوام ورکړو.
د وطن ورځپاڼې « روسیه د اس ۴۰۰ اوږد واټنه دافع هوا توغندیو دویمه دستګاه ترکیې ته راانتقالوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې روسیه به ترکیې د اس ۴۰۰ اوږد واټنه دافع هوا سیستم دویمه دستګاه د اګست په ۲۷ مه نيټه ترکیې ته راانتقال کړي. پدې ډول به د اس ۴۰۰ سیستم د انتقال دویم پړاو پیل شي. هغه وویل چې لومړنۍ دستګاه راانتقال شوې ده او دویمه به هم راانتقال شي. هغه وویل چې زمونږ یواځنۍ موخه خپل وګړي او هیواد د هر ډول بهرنیو ګواښونو او تهدیدونو نه ژغورل دي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د باور او اعتماد اندکس کچه لوړه شوې »
د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې جمهوریت مرکزي بانک د صنایعو د تولیداتو ارقام خپاره کړل. په اګست میاشت کې د تیرې میاشتې په پرتله د صنایعو تولیدات صفر عشاریه ۴ سلنه لوړ شوي دي. همداشان د احصایې ادارې بیا ویلي دي چې په ترکیه کې د مصرف کوونکو د اعتماد کچه هم لوړه شوې ده . یادې شوې ادارې ویلي دي چې د اګست په میاشت کې د خدمت د سکتور د اعتماد اندکس ۶ عشاریه ۷ سلنه او د پرچون تجاري سکتور د اعتماد اندکس ۵ عشاریه ۱ سلنه لوړ شوی دی. همداشان د ساختماني سکتور د اعتماد اندکس ۶ سلنه لوړ شوی دی.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې د والیبال د ښځینه لوبډلې ستر بریالیتوب » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې د اروپا د اتلولیو د سیالیو په الف ډله کې درې لوبې په پرله پسې توګه وګتلې. د ترکیې د والیبال د ښځینه لوبډلې دریمه لوبه د بلغاریا د لوبډلې سره وه چې ۳ د یو په مقابل کې ورته ماتې ورکړه.
د ویلو ده چې څلورمه لوبه د چارشنبې په ورځ د فرانسې د لوبډلې سره کوي.