د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې « په ادلب کې د ترکي ځواکونو په کتار د برید په اړه د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وړمه ورځ په ادلب کې د ترکي ځواکونو په کتار د هوايي برید په اړه وویل چې د اسد رژیم باید د اوربند سره لوبې ونکړي. د ترکي ځواکونو د امنیت لپاره چې څه لازم وي هغه به ترسره کړو. هغه وویل چې ددې برید نه وروسته د روسي مقاماتو سره په تماسونه پیل کړي دي.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې د ادی یمان په ولایت کې د میلیونونو کلونو مخکې اړوند فوسیلونه موندل شوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ادي یمان ولایت د توت په ولسوالۍ کې د میلیونونو کلونو مخکې اړوند فوسیلونه موندل شوي دي. ویل کیږي د توت ولسوالۍ خلکو دا فوسیلونه په غرنیزو سیمو کې موندلي او وروسته يي ولسوالۍ ته تسلیم کړي دي. د توت د ولسوالۍ ولسوال یونس قزل ګونیش ویلي دي چې د لومړنیو څیړونو له مخې دا فوسیلونه د سلو میلیونو کلونو مخکې پورې اړوند دي. هغه ویلي دي چې دا فوسیلونه يي د لا تحقیقاتو په خاطر د استانبول د تخنیک پوهنتون ته استولي دي.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې په اړه د بهرنیو پانګه والو لیوالتیا مخ په ډیریدو ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، سږ کال د جون په میاشت کې د تیر کال همدې میاشتې په پرتله په ترکیه کې مخامخ پانګه اچونې کچه ۶ عشاریه ۴ سلنې په لوړیدو سره ۱۲ عشاریه ۴ میلیارده ډالرو ته رسیدلې ده . د روان کال د جنوري او جون د میاشتو ترمنځه په ترکیه کې تر ټولو زیاته پانګه اچونه قطر او انګلستان پانګه والو کړې ده .
د خبرترک ورځپاڼې « د کښتیو سکتور لرې ختیځ بازارونو ته مخه کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې سږ کال د جنوري او جولای د میاشتو ترمنځه لرې ختیځ هیوادونو ته د ۵۸۰ میلیونو ډالرو په ارزښت کښتۍ صادر کړي دي.
د روان کال په ۷ میاشتو کې هانګ کانګ ته د ۳۵ عشاریه ۵ میلیونو ډالرو ، سنګاپور ته د ۳۰ میلیونو ډالرو او جاپان ته د ۱۴ میلیونو ډالرو صادرات شوي دي.
د سټار ورځپاڼې « اوزر او تانر په کاپري ټاپو کې کنسرت ورکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د هیواد نامتو هرمندان هر یو رویا تانر او دینچر اوزر د ایټالیا تر ټولو په مشورې توریستک ټاپو کاپري کې د موسیقۍ د نړۍوال فیستیوال په چوکاټ کې نن شپه کنسرت اجرا کوي.