د ترکیې ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/05c1/58c0/233a/59d484f486e1c.jpg?time=1719163588)
د سټار ورځپاڼې « د پ ک ک ترهګري سازمان نه وار خطا شوی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې وسله والو ځواکونو لخوا د عراق په شمال کې روانو پنجه یو او پنجه دوه په نامه پوځي عملیاتو د پ ک ک ترهګري سازمان نه وار خطا کړی دی. د ترهګر وارخطايي او ډار په مخابرو کې د هغوې د خبرو نه معلومیږي. د پ ک ک ترهګري سازمان اورپکي د خپلو مشرانو ډیری امرونه نه پر ځای کوي. د مشرانو د اوامرو په ځواب کې وايي که چیرې اسانه کار وي راشۍ تاسې يي پخپله ترسره کړۍ. د بله پلوه پ ک ک ترهګری سازمان د لوژیستیکي اړتیاو له پلوه هم د جدي ګواښونو او ستونزو سره مخ دی. د نوموړي سازمان نه ترهګر د تیښتې په حال کې دي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکيې د قبالو او ګاډستر ریاست په ۵ هیوادونو کې نماینده ګي پرانیزي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د قبالو او ګاډستر د ریاست عمومي رئیس محمد ذکي ادلي وویل چې په نږدې راتلوونکي کې به په فرانسه، بلجیم او عربي هیوادونو په ګډون په ۵ هیوادونو کې نماینده ګي پرانیزو. هغه وویل په پام کې لرو چې په ځینو نورو هیوادونو کې هم ورته ګام پورته کړو. ددینه وروسته د هغه کسانو لپاره چې غواړي په ترکیه کې غیرې منقول اموال لکه کور ، مځکه، دوکان او داسې نور وپیري اړتیا نشته چې ترکیې ته راشي. په همدې نماینده ګیو کې به د پلور پیر چارې سرته ورسول شي .
د صباح ورځپاڼې « د استانبول – ازمیر نوې جوړه شوې لویه لار دوه ورځې وروسته پرانیستل کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول او ازمیر ولایتونو ترمنځه واټن د ۸ نیم ساعت نه ۳ نیم ساعت ته راټیټوونکي نوې لویې لارې ۱۹۳ کیلومتره لومړۍ برخه د اګست په څلورمه نیټه د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل کیږي.
د وطن ورځپاڼې « د ترکي رستورانت مدیر د یو مشتري ژوند وژغوره » د سرلیک لاندې لیکلی دي، د انګلستان په پلازمینه لندن کې د یو ترک رستورانت مدیر جیم جان پولات د یو مشتري چې په ستوني کې ډوډۍ بنده شوې وه او مرګ د ګواښ سره مخ وو هغه وژغوره. د رستورانت مدیر د انګلستان په رسنیو کې انعکاس وکړ.
د حریت ورځپاڼې « په تیرو دریو کلونو کې د ګرځندویانو شمیره ۸۵ سلنه لوړه شوې» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کاپادوکیا سیمې ته د روان میلادي کال په لومړنیو ۶ میاشتو کې د تیرو ۳ کلونو په پرتله ۸۵ سلنه زیات ګرځندویان راغلي دي. په لومړنیو شپږو میاشتو کې ددې سیمې نه یو میلیونه او ۲۵۰ زرو تنو ګرځندویانو لیدنه کړې ده . د ویلو ده چې کاپادوکیا سیمې ته تر ټولو زیات ګرځندویان د اسیايي هیوادونو نه راځي.
تمه کیږي چې د روان کال تر پایه ددې ښار نه ۳ میلیونه تنه ګرځندویان لیدنه وکړي.