د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « د ۲۰۱۹ د نړۍ تر ټولو قوي پوځونه اعلان شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ګلوبل فایر پاور په نامه څیړنیز شرکت چې د نړۍ په کچه د پوځونو او عسکري طاقتونو په اړه څیړنې کوي د ۲۰۱۹ کال د دویمې ربع اړوند د نړۍ تر ټولو د قوي پوځونو خاوند هیوادونو لست خپور کړ. ددې لست له مخې ترکیه د نړۍ تر ټولو د قوي پوځ خاوند د هیوادونو په کتار کې په سر کې ځای لري. ویل کیږي پدې لست کې د ترکیې د پوځ د اهمیت تر ټولو مهم فکتور په عملیاتو کې د تکنالوژۍ سره په ډیره ښه توګه کار اخیستل دي.
د سټار ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې د ازمیت په خلیج کې د ډي پي ورلډ سمندري بندر د یو کیلومتره اوسپنیزې پټلۍ سره د قارس- تفلیس – باکو د ریل ګاډي د کرښې سره او ددې کرښې په واسطه د حضر سمندر له لارې د چین سره وصل شو. د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر جاهد تورخان وویل چې دا خدمات په ځانګړې توګه د خصوصي سکتور لپاره ډیر زیات اهمیت لري.
د وطن ورځپاڼې « د چناق کلا ۱۹۱۵ پل به د نړۍ تر ټولو لوی پل وي، په جوړولو يي پیل وشو » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د هیواد د قره بوک ولایت د اوسپنې او فولادو فابریکې قاردیمیر ویلي دي چې د چناق کلا ۱۹۱۵ پل د چارو د سرته رسیدو سره به د نړۍ تر ټولو لوی د ځوړند پل عنوان ترلاسه کړي. دا پل به د رنګونو او نورو فیګورونو سره سمبولونو پل وي. د پل د جوړولو چارې پیل شوي دي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د فضايي حقوقو په اړه په ترکیه کې کنفرانس جوړیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې چې د فضايي څیړونو په برخه کې چارې ګړندۍ کړي دي د سپټمبر په ۲۳ مه نيته د ۳ ورځو لپاره د فضا د حقوقو په برخه کې د یو ډیر مهم نړۍوال کنفرانس کوربه توب کوي.
د حریت ورځپاڼې « د ترکش ایرلاین څلورمه نوې الوتکه هم راغله » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکش ایرلاین څلورمه بوینګ ۷۸۷ – ۹ ډوله ډریم لاینر ماډل الوتکه تسلیم شو. د ویلو ده چې نوې الوتکه د ترکش ایرلاین د ۳۴۱مې الوتکې په توګه په خدمت پیل وکړ.
د ترکش ایرلاین د شرکت مطبوعاتي سلاکار یحیی اوستون د نوموړې الوتکې د تسلمیدو په مراسمو کې وویل چې ترکش ایرلاین د نړۍ تر ټولو د ځوانو او کم عمره الوتکو خاوند شرکت دی. ترکش ایرلاین شرکت پراختیا او ودې ده دوام ورکوي.