د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیه : په یواځې ځان به په سوریه کې د امن سیمه جوړه کړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د ترکیې د دفاع وزیر پدې ټیلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د امریکا نه د ترکیې غوښتنه د پ ک ک ترهګري سازمان او ددې سازمان د څانګو پ وای ډي او وای پ جي سره په کامله توګه د وسلو او مهماتو د مرستو قطع کول دي. د ترکیې د دفاع وزیر خپل امریکايي سیال ته ویلي دي که چیرې د سوریې په مسئله کې د امریکا سره په تفاهم ونه رسیږو ترکیه مجبوره ده چې په سوریه کې په یواځې ځان د امن سیمه جوړه کړي.
د سټار ورځپاڼې « د اس ۴۰۰ اوږد واټنه دافع هوا سیستم ترڅنګ ترکیه خپل ځايي او ملي د هیسار په نامه دافع هوا سیستم هم جوړوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې چې پدې وروستیو کې ملي دفاعي صنایعو او تولیداتو ته ډیره زیاته مخه کړې او د هیواد ۷۰ سلنه پوځي اړتیاوې پخپله په هیواد کې تولیدیږي د هیسار په نامه د دافع هوا سیستم د جوړولو چارې ګړندۍ کړي دي. په ترکیه کې له یو پلو نه د اس ۴۰۰ اوږد واټنه دافع هوا سیستم د بسته بندۍ چارې دوام لري او بله پلوه د ملي او ځايي هیسار په نامه د دافع هوا سیستم چارې وروستیو مرحلو ته رارسیدلي دي. د هیسار دافع هوا توغندي په درې برخو کې تولیدیږي. همداشان د ټیټې ارتفاع د هیسار ای په نامه توغندي به په ۲۰۲۱ کال کې، د منځ واټنه ارتفاع توغندي هیسار او به په ۲۰۲۲ او د لوړې ارتفاع هیسار یو توغندي به په ۲۰۲۵ کال کې تولید شي.
د خبر ترک ورځپاڼې « ترکیه په نړۍ کې د ګازو تر ټولو لویه ذخیره جوړوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې د اقسرای ولایت د توزلو جهیل په سیمه کې د ګازو د ذخیرې د پراخولو د پروژې سره به دلته ددې ذخیرې ظرفیت د یو عشاریه ۲ میلیارده متر مکعب ګازو نه ۵ عشاریه ۴ متر مکعب ګازو ذخیرې ته لوړ کړی شي.
د هیواد د انرژۍ وزیر د نوموړې پروژې د بڼسټ ایښودو په مراسمو کې وویل چې په نړۍ کې تر اوسه پورې د مالګې په جهیل کې پدې کچه لویه د ګازو د ذخیرې ډیپو شتون نلري. دا د نړۍ بې سارې پروژه ده.
د صباح ورځپاڼې « د تورو اینځرانو صادرات پیل شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ایژې د سیمې د مهمې میوې تورو اینځرانو صادرات پیل شول. د ویلو ده چې د انګلستان شاهي کورنۍ ته هم ددې سیمې اینځران استول کیږي. د ویلو ده چې انګلستان،فرانسې ، جرمني ، هالنډ، روسیې ، دوبۍ او هانګ کانګ ته د تورو اینځرانو په صادراتو پیل وشو. تور اینځران د وینې د غوټه کیدو او د قلبي سکتې خطر کموي او په جلد کې په چټکه توګه د موجودو ټپونو د ښه کیدو سره مرسته کوي. د وجود وینه پوره کوي. تور اینځران دومره ګټې لري چې بیان يي ګران کار دی.
د وطن ورځپاڼې « په انتالیا کې هوا تودوخي درجه ښه لوړه شوې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په انتالیا ولایت کې تیره ورځ د هوا تودوخي درجه ۳۰ درجې وه ، په سمندر کې اوبو تودوخې درجه ۲۹ درجې او د هوا د نم کچه ۷۱ درجو ته رسیدلې وه.
د همدې امله په ښار کې موجودو ګرځندویانو سواحلو او سمندرونو ته مخه وکړه. ویل کیږي پرون د قونیه التي او لارا په سواحلو کې د ډیرو زیاتو ګرځندویانو له امله ګڼه ګوڼه رامنځته شوه.