د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1240603
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې « په انقره کې د امریکايي هئیت لیدنې کتنې »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سوریې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي جمیز جیفري  په مشرۍ هئیت  د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سعادت  اونال  سره  ولیدل. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې پدې لیدنه کې د سوریې په سیاسي بهیر، ادلب کې د امن سیمې او د اساسي قانون د کمیټې په وظایفو  خبرې وشوې.

د صباح ورځپاڼې « د اف ۳۵ او اس ۴۰۰ په اړه د چاوش اوغلو مهمې څرګندونې »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  د ترکیې لخوا د روسیې نه د اس ۴۰۰ اوږد واټنه دافع هوا  توغندیو  د رانیولو نه وروسته د امریکا لخوا ترکیه د اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکو د شراکت او پروژې نه د ویستو اړوند  د څرګندونو په اړه  معلومات ورکړل. هغه وویل  که چیرې امریکا ترکیې ته د اف ۳۵ ډوله الوتکو د ورکولو نه انکار وکړي ترکیې لکه څرنګه چې اس ۴۰۰ دفاعي توغندي  د روسیې نه  وپیرودل  همداشان  د ترکیې لخوا د خپلو ملي الوتکو د تولید پورې به خپلې اړتیاوې د نورو  هیوادونو نه پوره کړي . هغه وویل ځکه چې دا د ترکیې مسلم  حق  دی.

د ینې شفق ورځپاڼې « د اس ۴۰۰ توغندیو د ګډ تولید لپاره مذاکرات دوام لري »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې  د دفاعي صنایعو دولتي شرکت روستخ  رئیس  سرګي چیمیزوف  وویل « د اس ۴۰۰ د دفاع هوا د اوږد واټنه توغندیو د سیستم  بعضې پرزې  په قانوني توګه  په ترکیه کې د تولید  په خاطر  د ترکیې سره  مذاکرات دوام لري. هغه ویلي دي چې  په ډیر بریالیتوب سره مو  رقیبانو لخوا زمونږ ترمنځه په اړیکو کې د مداخلې مخنیوی  کړی دی.

هغه ویلي دي چې  د تریکې سره  د هوايي چارو، چورلکو  د تولید او انرژۍ په برخه کې د همکاریو د کچې لوړولو ته  چمتو یو.

د سټار ورځپاڼې  لیکلي دي چې د ترکیې دوست  د سویډن پخواني  لومړي وزیر کارل بیلټ  د فانینشیل ټایمز ورځپاڼې ته  مقاله  لیکلې ده. هغه پدې مقاله کې ددې خبرې په ټینګار  لیکلي دي چې  اروپايي ټولنې  پدې وروستیو کې د ترکیې سره د اړیکو د خرابولو په ګډون  ځینې ګامونه اوچت کړي  او د چا خبره  خپله لاره يي ورکه کړې ده. هغه په اروپايي ټولنې غږ کړی دی چې  هر څه ژر  ځان وڅنډي  او نورمال حالت ته راوګرځي. هغه ویلي دي پدې وروستیو کې د ګډوالو په مسئله کې هم  د ترکیې او اروپايی ټولنې ترمنځه اختلافات رامنځته شوي دي. هغه خبرداری ورکړی که چیرې اروپايي ټولنه  خپل دریځ کې بدلون رامنځته نکړي  پداسې یوه مدرنه پیړۍ کې چې د لویو لویو طاقتونو ترمنځه د قوت او طاقت  مبارزه دوام لري   کیدای شي چې  د هر  څه نه بهر پاتې شي.

د حریت ورځپاڼې « په طرابلس  کې د ترکیې سفارت لخوا  د تخلیې اړوند ادعاګانې رد کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي  ، د لیبیا په پلازمینه طرابلس کې د ترکیې لوی سفارت  د سفارت د ودانۍ د تخلیه کیدو اړوند  ادعاګانې رد کړې.

په طرابلس کې د ترکیې سفارت  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې پدې وروستیو کې  ځینې کسانو د ټولنیزې مډیا له لارې په طرابلس کې د ترکیې د سفارت د ودانۍ د تخلیه کیدو اړوند  ادعا کړې ده چې دا حقیقت نلري. د ترکیې سفارت په طرابلس کې خپلو چارو ته دوام ورکوي .

 



اړوند خبرونه