د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې « ترکیې په ختیځه مدیترانه کې نوی ګام اوچت کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې د ترکیې د اورچ رئیس د پلټنې کښتۍ به په ختيځه مدیترانه کې د پلټون په چارو پيل وکړي.
سټار ورځپاڼې « د اسپانیا لخوا اروپايي ټولنې ته د ترکیې په اړه خبرداری » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر جوزیف بوریل وویل چې اروپايي ټولنه په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې په اړه د هرې پریکړې او تصمیم نیولو نه مخکې باید د ډیپلوماسۍ نه کار واخلي. هغه په اروپايي ټولنې غږ وکړ چې په ترکیې د بندیز لګولو په اړه باید ښه فکر وکړو. هغه وویل د ترکیې په اړه د هر ګام د اوچتولو اړوند باید دوه ځله فکر وکړو. ځکه کله چې بندیزونه ولګیږي او بیا عملي نشي خپل اهمیت د لاسه ورکوي. هغه وویل چې پدې مسئله کې باید خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ته مخه وکړو. د روان جنجالونه باید د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کړو.
د خبرترک ورځپاڼې « استانبول د ګرځندویانو په برخه کې ریکارټ جوړ کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، سږ کال په لومړنیو پنځو میاشتو کې استانبول ته د راغلو سیلانیانو په شمیره کې د تیر کال په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی. سږ کال په لومړنیو پنځو میاشتو کې ۵ میلیونه ۴۱۶ زره تنه ګرځندویان استانبول ته راغلي دي.
د وطن ورځپاڼې « د مې په میاشت کې اروپايي ټولنې ته د ترکیې صادراتو کچه د وارداتو نه لوړه شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا د احصایې ادارې ایروستات د مې په میاشت کې اروپايي ټولنې د نړۍوالې سوداګرۍ راپور خپور کړ.
په راپور کې راغلي دي چې ترکیې د مې په میاشت کې اروپايي ټولنې ته ۶ میلیارده ۸۷۳ عشاریه ۸ میلیونه ایرو صادرات کړي دي چې ددې په مقابل کې واردات ۶ میلیارده ۳۰۹ عشاریه ۳ میلیارده ایرو دي. ددې شمیرو له مخې د مې په میاشت کې اروپايي ټولنې ته د ترکیې د صادراتو کچه د وارداتو په پرتله ۵۶۴ عشاریه ۵ میلیونه ایرو لوړه وه.
د ینې شفق ورځپاڼې « په ترکیه کې د سرمایه ګذارۍ سفربري پيل شوې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هالنډ د ترکي سوداګرو د ټولنې په بنیه کې جوړ شوی د هالنډ ترکیې د تجاري همکاریو مرکز په ترکیه کې د سرمایه ګذارۍ سفربري اعلان کړه.
نوموړي مرکز چارواکیو ویلي دي چې په ترکیه کې به په نهو سکتورونو کې سرمایه ګذاري وشي. د روغتیا، کرنۍ، مالدارۍ او غلې، معلوماتي تکنالوژۍ، کیمیا، انرژۍ ، نوې کیدونکې انرژۍ، هوانوردۍ او فضايي چارو، لوړې تکنالوژۍ، د اوبو ادارې او سمندري چارو په برخو کې به سرمایه ګذاري وشي.