د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1230654
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګروملتونو سازمان لخوا د پ ک ک ترهګرې ډلې د سوریې د څانګې  د یو قومندان سره  د تړون د لاسلیکولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. ولسمشر اردوغان وویل چې ملګري ملتونه  د پ ک ک او وای پ جي  د ترهګرې ډلې  سره  د ماشوم  جنګیالیو د مسئلې په بهانه  خبرې کول  او تړون لاسلیکول  په هیڅډول د منلو خبره نده. دا په اصل کې ستر رزالت  دی. د ملګروملتونو سازمان لخوا د یو ترهګري سازمان سره خبرې کول، هغوې سره د مذاکراتو په میز کیناستل او د هغوې سره تړون لاسلیکول  دا په  اصل کې هغوې ته مشروعیت ورکول دي. ملګرو ملتونو سازمان ددې حق نلري.

د سټار ورځپاڼې « ترکیې  د ملګروملتونو د جینیوا  د دفتر نه د سویس مقاماتو ته اعتراض  یاددښت  ورکړ  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د ملګروملتونو سازمان لخوا د پ ک ک ترهګرې ډلې د سوریې د څانګې تش په نامه د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو  قومندان   سره  د تړون  د لاسلیکولو په غبرګون کې  د سویس مقاماتو ته  نوموړي  ترهګر ته هیواد ته د راننوتو د اجازې د ورکولو له امله د اعتراض  یاددښت  ورکړ.

د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیه د کار او ژوند کولو لپاره په نړۍ کې  تر ټولو ښه اوم هیواد دی »  د سرلیک لاندې لیکلي دي د ایچ اس بي سي  د ډلې لخوا د ایکسپات ایکسپلورر  په نامه  په ترسره شوي  نظرسنجۍ کې  ترکیه  د کار او ژوند کولو په برخه کې په نړۍ کې تر ټولو ښه  اوم  هیواد ټاکلی دی. ترکیه  پدې نظرسنجۍ کې د جرمني او متحده عربي اماراتو نه  مخکی  شوی دی. په ترکیه کې  کار کوونکو  ۶۲ سلنه  بهرنیو کارکوونکو ویلي دي چې  د ژوند شرایط يي د خپلو هیوادونو په پرتله  لوړ دي او  ۶۰ سلنو بیا ویلي دي چې  په ترکیه کې کار  او خصوصي  ژوند  د خپلو هیوادونو په پرتله  په ډیره ښه سویه کې قرار لري.

د خبرترک ورځپاڼې « نړۍ ترکي غالیو خوښوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې  د روان میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې  د نړۍ ۱۷۷ هیوادونو ته  د ۱ میلیارد او ۱۷۶ میلیونو ډالرو په ارزښت  غالۍ صادر کړي دي. ویل کیږي  د صادراتو په لومړي کتار کې امریکا او په دویم کتار کې بیا  سعودي عربستان قرار لري. امریکا ته پدې شپږو میاشتو کې  ۲۸۲ میلیونو ډالرو  او سعودي عربستان ته بیا د ۲۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت غالۍ صادر شوي دي. همداشان  جرمني، عراق، انګلستان، لیبیا، مصر، متحده عربي امارات، ایران، کویټ، اسراییل او بلجیم  هغه هیوادونه دي چې ترکیې لخوا ورته غالۍ صادریږي.

د وطن ورځپاڼې « پاموک کلا ریکارډ  مات کړ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د دینیزلي ولایت د پاماموک کلا  ولسوالۍ  د روان میلادي کال  په لومړنیو ۶ میاشتو کې  د څه باندې  یو میلیون تنو سیلانیانو کوربه توب کړی دی. ویل کیږي پاموک کلا ولسوالۍ  د تیر کال په پرتله  ۲۳ سلنه  د لا زیاتو  سیلانیانو  کوربه توب کړی دی. تمه کیږي چې د روان کال  تر پایه  د پاموک کلا ولسوالۍ نه  ۲میلیونه او ۸۰۰ زره تنه سیلانیان  لیدنه وکړي.



اړوند خبرونه