د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د سټار ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : یو داسې نړۍ باید جوړه کړو چې عدالت پکې حاکم وي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د نړۍوالو محصلینو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ. هغه دلته هغه محصلینو ته چې په ترکیه کې لوړې زده کړې د پایته رسولو نه وروسته فارغ شوي وو په خطاب کې په وینا کې وویل « هر چیرې چې ژوند کوۍ او په هره کچه کې چې دنده اجراء کوي د یو بل سره مو اړیکې مه پرې کوئ. تر هر شي مهم تاسې د یو بل سره ګډه ژبه لرۍ. مونږ ټول باید تر هغه وخت پورې په ګډه کار وکړو ترڅو یوه داسې نړۍ جوړه کړو چې عدالت پکې حاکم وي.
د صباح ورځپاڼې « د فتو په اړه جوړ شوی مستند فلم لومړی په بلجیم کې نندارې ته وړاندې شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه معلوماتو د ریاست لخوا د پيل شوي یوې پروژې په چوکاټ کې د ټي آر ټي نړۍ تلویزیون لخوا جوړ شوی د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان په اړه د د نیویارک په نامه مستند فلم د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې نندارې ته وړاندې شو. پدې مستند فلم کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان اصلي څیره نړۍ ته ښودل شوې ده .
د حریت ورځپاڼې « د روسیې او ترکیې ګډې هلې ځلې د نړۍوالې سولې مهم عنصر تشکیلوي » دسرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې په سوریه کې د روسيې او ترکیې هلې ځلې د نړۍوالې سولې مهم عنصر تشکیلوي. ولسمشر پوتین دا څرګندونې په مسکو کې د ترکیې د لوی سفیر محمد سامسار د اعتماد نامې د منلو پر مهال وکړې. هغه وویل چې د ترکیې او روسیې ترمنځه ستراتیژيک شراکت ډیرې لوړې سویې ته رسیدلی دی. د ولسمشر اردوغان سره په دومداره توګه د ارتباط په حال کې دی.
د وطن ورځپاڼې « د ترکش ایرلاین لخوا خپلو مساپرو ته نوې اسانتیاوې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین د ویرسیس او ماندارینا داک د شرکتونو لخوا جوړ شوي د سیاحتي اسانتیاوې د خپلو مساپر په خدمت کې وړاندې کړل.
ترکش ایرلاین په خپلو سیسټونو کې مساپرو ته جرابې، د غوږونو د بندولو توکي ، د سترګو د تړولو په خاطر ځانګړي بندونه، لاس کریم، د ویښتو قیتکونه او سپرې ځای په ځای کړي دي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د استانبول د هوايي ډګر لخوا د مساپرو نوی ریکارډ »
د ترکیې د سترو پروژو نه د استانبول نوی هوايي ډګر د مساپرو په برخه کې نوی ریکارډ جوړ کړ. د اپریل د ۶ مې نیټې نه راپدیخوا کې ۱۵ میلیونه ۹۸۸ زره او ۷۴۸ مساپرو د دې هوايي ډګر نه استفاده کړې ده .