د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « اردوغان په چین کې د شي جینپینګ سره ولیدل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د چین خلکو جمهوریت ته سفر وکړ. ولسمشر اردوغان په چین کې د نوموړي هیواد د ولسمشر شي جینپینګ سره د لیدنې نه مخکې خبري رسنیو ته وویل « ترکیه او چین د زرګونو کلونو اړیکو خاوند هیوادونه دي. د وریښمو د لارې د پاسه پراته د قدیم مدنیت خاوند ترکیه او چین په خپلو منځونو کې د همکارۍ د قوي پوتانشیل خاوندان دي. د د واحد چین سیاست د ترکیې لپاره ستراتيژیک اهمیت لري.
د ینې شفق ورځپاڼې « د بهرنیو چارو وزارت لخوا د پ ک ک په اړه د ملګروملتونو سازمان پر خلاف ډیر سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملګروملتونو سازمان لخوا د پ ک ک ترهګرې ډلې د سوریې د وسله والې څانګې د قومندانانو نه فرهاد عبدي شاهین سره د غړیو هیوادونو د معلوماتو پرته د یو هوکړه لیک لاسلیکول تر وروستۍ درجې یو وخیم پرمختګ دی او دا عمل په کلکو ټکو غندي.
د صباح ورځپاڼې « ترکیې د ادلب په مسئله کې د اسد رژیم ته خبرداری ورکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ملګروملتونو د جینیوا په دفتر کې د ترکیې دایمې استازي صادق ارسلان وویل چې سوریې د ادلب په ښار کې د تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو په سیمه کې د ترست په نقطو بریدونو په اړه وویل « په ادلب ښار کې د اسد تر کنټرول لاندې د سیمو نه د ترکیې د ترست یا څار په نقطو بریدونه به پرته د ځوابه پاتې نشي. هغه د اسد رژیم ته خبرداری ورکړ چې ترکیه به په ځوابي بریدونو کې یوه شیبه هم تردد ونکړي.
د وطن ورځپاڼې « د تجارت د وزیرې لخوا د صادراتو په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د تجارت وزیرې رخسار پیک جان ویلي دي چې د روان میلادي کال په لومړنیو ۶ میاشتو کې د ترکیې صادرات ۸۸ عشاریه ۲ میلیارده ډالرو ته رسیدلي دي. پدې اندازه صادرات د جمهوریت په تاریخ کې ریکارډ دی.
د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي په استانبول کې د ترک او اسلام د اثارو موزیم د اتنوګرافي د څانګې د بیارغونې چارې سرته ورسیدې.
د هیواد د کولتور او ګرځندوی وزیر محمد نوري ایرسوی ددې موزیم د اتنوګرافي برخه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیسته.
همداشان هغه پدې مراسمو کې د ۱۶ مې پیړۍ اړوند د ترکیې یو اثر چې انګلستان بیرته ترکیې ته اعاده کړې دی ګډونوالو ته معرفي کړ.