د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا جاپان ته د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان په اړه خبرداری » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جاپان د ناګویا بونري په پوهنتون کې جوړه شوې د کولتوري غونډې په ترڅ کې د ترکي ټولنو د استازو سره لیدنه وکړه. ولسمشر اردوغان پدې غونډه کې ډیرې مهمې څرګندونې وکړې. ولسمشر اردوغان وویل چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان چې په سترګو د حرص، کینې او نفرت پردې راښکته شوي دي غړي چې غواړي زمونږ هیواد بد نامه کړي باید دوې ته اجازه ورنکړو. ددې ترهګریز او لاسونه يي د بې ګناه انسانانو په وینو سرو سازمان پر خلاف د مبارزې په برخه کې ستاسې نه هم د مرستې او ملاتړ تمه کوو. هغه وویل د ترکیې لپاره چې د پ ک ک او نور ترهګریز سازمانونه په کومه اندازه ترهګریز سازمانونه دي په همدې شان د فتح الله ګولن سازمان هم یو ترهګریز سازمان دی. دا ترهګریز سازمانونه د یو بل سره توپیر نلري. هغه وویل تر هله چې زمونږ ترمنځه همکاري او همغږي شتون ولري انشاالله چې هیڅډول ستونزه به زمونږ پر وړاندې تاب رانوړي.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا لیبیا ته سخت خبرداری » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په لیبیا کې د خلیفه حفتر د ځواکونو لخوا د ۶ تنو تښتول شوو ترکانو د هر څه ژر خوشې کولو غوښتنه وکړه. بهرنیو چارو وزارت د حفتر ځواکونو ته خبرداری ورکړ چې د تښتول شوو ترکانو د نه خوشې کولو په صورت کې به په مشروع هدف بدل شي.
د حریت ورځپاڼې « د انتالیا لخوا ریکارډ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انتالیا ولایت ته د تیرې خالي پر ورځ یواځې د هوايي لارو څخه ۹۰ زره ۸۸۹ تنه سیلانیان راغلي دي. یاد شوي ولایت د ګرځندوی په برخه کې یو ستر ریکارډ جوړ کړ.
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې د یاوز نفت کشه کښتۍ مارسین ولایت په سواحلو کې لنګر واچو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې دویمه نفت کشه د یاوز کښتۍ پرون د مارسین ولایت په بندر کې لنګر واچو. د ویلو ده چې دا کښتۍ د اکمالاتو په خاطر مارسین ولایت ته راغلې ده . د اکمالاتو نه وروسته به کښتۍ د قبرس د سواحلو پر لورې حرکت وکړي.
د خبرترک ورځپاڼې « بوسه ناز چکر اوغلو د سروزرو مډال ترلاسه کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ملي ښځینه سوک وهوونکې بوسه ناز چکر اوغلو د بیلاروس په پلازمینه مینسک کې د جوړو شوو اروپا د ۲۰۱۹ کال په سیالیو کې په ۵۱ کیلو کې خپلې روسۍ رقیبې ته د ماتې په ورکولو سره د سروزرو مډال ترلاسه کړ.
ویل کیږي نوموړې خپلې رقیبې ته ۴ د یو په مقابل کې ماتې ورکړه.