د ترکیې ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : د مظلومینو نه ملاتړ ته دوام ورکوو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د جاپان د موکوګاوا ښځو د پوهنتون لخوا افتخاري ډوکټورا ورکړل شوه. ولسمشر اردوغان د افتخاري ډوکټورا د ترلاسه کولو په مراسمو کې وویل « ترکیه به په هر ډول شرایطو کې پرته د قومي، ژبنیز، دیني او مذهبي توپیر سره د مظلومینو نه ملاتړ ته دوام ورکړي.»
د صباح ورځپاڼې « د اف ۳۵ دوله الوتکو د مسئلې په اړه د ترکیې د دفاع وزیر اکار خبرداری » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د سوریې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي جیمز جعفري سره د لیدنې نه وروسته د امریکا سره د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې د ستونزې په اړه وویل « مونږ د امریکا نه د متقابل درناوي او دوستۍ پر بڼسټ ولاړو اړیکو تمه لرو. هیله لرم چې دې هدف پر لورې د پرمختګ په خاطر په ګډه کار کولو ته دوام ورکړو او یوه مناسبه حل لار پیدا کړو.
هغه امریکا او د ناټو سازمان ته خبرداری ورکړ چې ترکیه د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو نه محرومول په اصل کې د ناټو سازمان د دفاعي پلوه د ضعیفولو په معنا دي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د امریکا او چین ترمنځه تجاري جګړې نه کیدای شي چې ښه استفاده وکړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، چین ته د ترکیې د ګیلاسو د صادراتو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دا میوه ۱۶ ورځې په سړې هوا کې د ساتلو شرط د لمنځه وړو نه وروسته د ترکیې نه لرې ختیځ په سیمه کې پروتو هیوادونو ته د ګیلاسو د صادراتو سره ډیره زیاته مرسته کوي.
د اولوداغ د تازه میوې او ترکارۍ د صادراتو ټولنې مرستیال سینیح یازګن وویل چې میوه ۱۶ ورځې په سړه هوا کې د ساتلو د شرط د لرې کیدو سره چین ته د ترکیې د ګیلاسو په صادراتو کې به په جدي کچه زیاتوالی رامنځته شي.
د سټار ورځپاڼې « د استانبول هوايي ډګر د کال د هوايي دګر جایزې ته نوماند دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول هوايي ډګر د انټرنشنل ایرپورټ ریویو د مجلې لخوا جوړیدونکي د ریډرز چوایس ۲۰۱۹ کال جایزې ته د کال د هوايي ډګر په توګه نوماند شوی دی.
د رحریت ورځپاڼې « د ۲۰۱۹ کال تر ټولو ښه رستورانتونه وټاکل شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي د نړۍ د ۵۰ تر ټولو د ښو رستورانتونو د ټاکلو ادارې د ۲۰۱۹ کال تر ټولو ښه رستورانتونه معلوم کړل.
پدې لست کې د ترکیې د استانبول ښار دوه رستورانتونو ځای نیولی دی.