د ترکیې ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « اردوغان او پوتین به د جون په ۲۹ مه نيټه مخامخ لیدنه وکړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د کرملین ماڼۍ ویاند دیمتري پیسکوف وویل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د جون په ۲۹ مه نیټه د جاپان د اوساکا په ښار کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړي. تمه کیږي چې پدې لیدنه کې اردوغان او پوتین د روسیې نه د اخیستو اس ۴۰۰ دفاعي توغندي د سیستم په اړه خبرې وکړي.
د صباح ورځپاڼې « د جاپاني ورځپاڼۍ لخوا د ولسمشر اردوغان ستاینه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جي شل سازمان په سرمشریزه کې د ګډون په خاطر جاپان اوساکا ښار ته سفر وکړ. جاپان د جي شل سازمان په خاطر د جي شل په نامه د ورځپاڼې ځانګړې ګڼه خپره کړې ده . د ورځپاڼې پدې ګڼه کې د ولسمشر اردوغان نه ډیره زیاته ستاینه شوې ده . د ولسمشر اردوغان په اړه پکې لیکل شوي دي چې د ۲۰۱۶ کال د جولای د ۱۵ مې کودتا يي په ډیر بریالیتوب سره برطرفه کړه. اردوغان څو ځله د جاپان نه لیدنه کړې . اردوغان په ترکیه کې په حکومتي سیستم کې د بدلون نه وروسته ټاکل شوی لومړنی ولسمشر دی. په ورځپاڼې لیکلي دي چې ولسمشر اردوغان په نړۍ کې قوي مسلمان لیډر دی.
د وطن ورځپاڼې « نړۍ ته د فندقو د صادراتو د ۸۵ نه تر ۹۰ سلنې پورې د ترکیې نه کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کرنۍ د خونو د ټولنې د اجراییوي کمیټې غړي ارسلان سویدان ویلي دي چې نړۍ ته د فندقو د صادراتو د ۸۵ نه تر ۹۰ سلنې پورې د ترکیې نه کیږي. هغه ویلي دي چې د هیواد د کروندګرو د هلو ځلو په پایله کې په ۲۰۱۷ کال کې د فندوقو نه یو عشاریه ۹ میلیارده ډالره او په ۲۰۱۸ کال کې بیا یو عشاریه ۸ میلیارده ډالره عوایدو ترلاسه شوي دي.
د سټار ورځپاڼې « ترکش ایرلاین په پنځو میاشتو کې لرې ختیځ ته ۲ عشاریه ۳ میلیونه تنه مساپر انتقال کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین د لرې ختیځ هیوادونو مساپر د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو دي. ویل کیږي د روان میلادي کال په لومړنیو پنځو میاشتو کې لرې ختیځ هیوادونو ته د سفرونو پر مهال الوتکو ۸۵ سلنه ډکو سفر کړی دی. سږ کال لرې ختیځ هیوادونو د مساپرو شمیره ۴ عشاریه ۳ سلنې په لوړیدو سره په لومړنیو پنځو میاشتو کې ۲ عشاریه ۳ میلیونه تنو ته ورسیدل.
ترکش ایرلاین د نوو الوتکو د رانیولو سره د لرې ختیځ په سیمه کې نورو نقطو ته هم په الوتنو پيل کوي.
د حریت ورځپاڼې « د هرې ورځې په تیریدو سره پکې ګڼه ګوڼه زیاتیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې او نړۍ د مهمو توریستیکو ښارونو نه د موغلا ولایت د بودروم ښار د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو له امله هوټلونه سل په سلو کې ډک شوي دي.
د بودروم ولایت د هوټلدارنو د ټولنې رئیس ویلي دي چې سږ کال د بهرنیو سیلانیانو په شمیره کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. په ځانګړې توګه د انګلستان، روسیې، اوکراین، جرمني، بلجیم او فرانسې وګړي تر ټولو زیات دي.