د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/e2e7/72a1/feea/5c7cc4dfd725f.jpg?time=1719116826)
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې او یونان د دفاع د وزارتونو د هیتانو ترنمځه د دویمې لیدنې نیټه معلومه شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې او یونان د دفاع د وزارتونو د هیتانو ترمنځه د ايژې په سمندر کې د همکاریو د پراختیا او ودې په موخه د لیدونو کتنو دویم پړاو په انقره کې ترسره کیږي.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د ترکیې او یونان د دفاع د وزارتونو د هیتانو ترمنځه په متقابله توګه د باور د لوړولو او د ايژې په سمندر کې د همکاریو د کچې د لوړولو په موخه د لیدونو کتنو دویم پړاو د جون د ۱۷ او ۲۱ مو نیټوترمنځه په انقره کې ترسره کیږي.
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې ملي جنګي الوتکه د لومړي ځل لپاره په پاریس کې نړۍ ته معرفي شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د هوايي او فضايي چارو ادارې د ترکېې لخوا د جوړیدونکي ملي جنګي الوتکې نمونه د لومړي ځل لپاره په پاریس کې جوړ شوی د هوايي چارو په نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړه.
د ترکیې د فضايي او هوايي چارو ادارې رئیس تیمیل کوتیل په پاریس کې جوړ شوي د هوايي چارو په نندارتون کې وویل « د ترکیې ملي محاربوي الوتکه مو د لومړي ځل لپاره په پاریس کې نړۍوالو ته معرفي کړه. دا الوتکه به د اروپا تر ټولو پرمختللې جنګي الوتکه وي. »
د سټار ورځپاڼې « په امریکا کې د سپوږمه کیو په سیالۍ کې لومړی او دویم مقام ترکیې وګټه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا د ستور پیژندنې د ټولنې او نوموړي هیواد ملي هوايي او فضايي چارو د ادارې ناسا لخوا جوړه شوې د سپوږمه کیو په سیالۍ کې کن سات کې د ترکیې پوهنتونونو ډیر ستر بریالیتوب ترلاسه کړ.
په تکزاس ایالت کې جوړه شوې پدې سیالۍ کې د استانبول د تخنیک پوهنتون ډلې لومړی مقام او د زونګولداک د بولنت ایجویت د پوهنتون ډلې دویم مقام خپل کړ. پدې سیالۍ کې ۴۰ ډلو ګډون کړی وو.
د خبرترک ورځپاڼې « اروپا ته د ګیلاسو صادرات » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ایدرنې ولایت د اینیز د ولسوالۍ ګیلاس د جرمني، فرانسې او هالنډ په ګډون د اروپا هیوادونو ته صادریږي.
ویل کیږي دا ګیلاس د ونو نه په مستقیمه توګه اروپايي هیوادونو ته صادریږي. ویل کیږي ددې ولسوالۍ نه په کال کې ۴۰۰ ټنه ګیلاس اروپايي هیوادونو ته صادریږي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د استانبول د اوپیرا فیستیوال پیلیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول د اوپیرا دویم نړۍوال فیستیوال د جولای په دویمه نيټه په استانبول کې پیلیږي.
سږ کال د ۱۴ م ځل لپاره جوړیدونکی فیستیوال به د جولای تر ۱۴ مې نیټې دوام وکړي.