د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/05c1/58c0/233a/59d484f486e1c.jpg?time=1719123084)
د ینې شفق ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : ترکیې اس ۴۰۰ توغندي اخیستي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اس ۴۰۰ توغندیو په اړه روانو بحثونو ته وروستۍ نقطه کیښوده. هغه وویل « اوس مونږ نه وایو چې ترکیه اس ۴۰۰ دفاعي توغندي رانیسي، ترکیې اس ۴۰۰ دفاعي توغندي رانیولي دي. دا مسئله پایته رسیدلې ده . دا سیستم تعرضي نه بلکې دفاعي سیستم دی. ایا مونږ د خپل هیواد د دفاع په خاطر د تدابیرو نیولو په خاطر باید د بل چا نه اجازه واخلو؟
د صباح ورځپاڼې « د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو په اړه د امریکا لخوا رالیږل شوي لیک ته د ترکیې سخت ځواب » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د امریکا د دفاع د وزارت د سرپرست پاتریک شاناهان لخوا د اس ۴۰۰ دفاعي توغندي د مسئلې په اړه ترکیې ته د رالیږلي لیک په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. اکار وویل چې ددې لیک اسلوب د متحدوالي د شان سره برابر ندی. ترکیه هم لازمي ګامونه اوچتوي. ډير سخت ځواب به ورته ورکړو.
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې د هاولسن شرکت د قطر د دفاعي صنایعو د شرکت سره مهم تړون لاسلیک کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د هاولسن دفاعي صنایعو شرکت چې د انرژۍ، تیلي کمونیکیشن، موټرو او امنیتي برخو کې فعالیت کوي د قطر د مهمو نړۍوالو شرکتوونو نه د جایده ګروپ سره د سایبر امنیت په برخه کې د همکارۍ مهم تړون لاسلیک کړ. قطري شرکت غواړي چې د سایبر امنیت په برخه کې د هاولسن د شرکت د تجاربو نه ګټه پورته کړي.
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې تر ټولو قیمي براند ترکش ایرلاین » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د براندونو د درجه بندۍ نړۍوال سازمان براند فینانس د تحقیقاتو له مخې د ترکیې د ملکي هوايی چلند شرکت ترکش ایرلاین د ۱ عشاریه ۷ میلیارده ډالرو ارزښت سره د ترکېې تر ټولو قیمي براند دی.
د خبرترک ورځپاڼې « اسراییلي موډله : د ترکیې سره ډیره زیاته مینه لرم » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اسراییلو نامتو ماډلې بار ریفالی په انتالیا کې د دوسو دوسي په فیشن شو کې ګډون وکړ.
هغه د فیشن شو نه وروسته خبري غونډې ته وویل چې د ترکیې سره ډیره زیاته مینه لري. ځکه چې ترکیه زما کور ته ډیره نږدې دي. د ترکیې میرمنې ډیر زیات د ځان خیال ساتي او ډیرې مشهورې دي.