د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1217078
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « د روسیې لخوا د اس ۴۰۰ په اړه مهمې څرګندونې »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال  سرګي ریابکوف  وویل چې د امریکا متحده ایالتونونو  د ټولو  حملو په مقابل کې د انقرې او مسکو ترمنځه  د اس ۴۰۰ دفاعي توغندي په مسئله کې کومه ستونزه شتون نلري. روسیه به د پلان په مطابق  د شوي تړون  له مخې خپل ټول مسئولیتونه په خپل وخت  او پرته د کوم خنډ نه پر ځای کړي. روسیه به د اس ۴۰۰ دفاعي توغندي  د جولای په میاشت کې ترکیې ته تسلیم کړي.

د صباح ورځپاڼې « د جرمني لخوا د ترکیې ستاینه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جرمني د اقتصاد او انرژۍ وزارت مرستیال توماس باریس  ویلی دي چې  د ترکیې  او جرمني ترمنځه  د انرژۍ، ټرانسپورت او ګرځندوی په برخه کې  د همکاریو  ډیر قوي پوتانشیل  شتون لري.

د وطن ورځپاڼې « په استانبول کې تولیدلیږي او نړۍ ته صادریږي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول د صادراتو ټولنې ویلي دي چې  د روان کال د جنوري او مې د میاشتو ترمنځه  په استانبول کې  تولید شوي د نساجۍ نه نیولې تر تیارو جامو ، د موټرو نه نیولي تر میوې او ترکارۍ ، جواهراتو پورې  ۲۷ جلا جلا  قلمه توکي  د نړۍ ۲۲۷ نقطو ته  صادر کړي دي. پدې موده کې  ترکیې ۲۹ عشاریه ۸ میلیارده ډالرو په ارزښت  صادرات کړي دي.

د خبرترک ورځپاڼې « روس ګرځندویانو  سږ کال هم د رخصتۍ په خاطر ترکیه انتخاب کړه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، روس  ګرځندویانو  سږ کال  د رخصتۍ په خاطر  یو ځل بیا ترکیې ته ترجیح  ورکړه.

سږ کال  په لومړنیو ۵ میاشتو کې ترکیې ته د راغلو روس ګرځندویانو شمیره  یو میلیون او ۳۰۰ زرو تنو نه اوښتې ده. چارواکیو ویلي دي تمه کیږي چې سږ کال  څه باندې ۶ میلیونه تنه روس ګرځندویان ترکیې ته راشي.

د حریت ورځپاڼې « په زرګونو کسان  راغلي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د ایدن  ولایت د کوش اداسي په ولسوالۍ کې ۴ ډیر لویو د ګرځندوی  کښتیو  لنګر اچلی دی.

ددې کښتیو  ۴۸۰۰ تنه  ګرځندویان  او ۲۳۷۰ تنه  پرسونل یادې شوې ولسوالۍ ته  داخل شوي دي.

ویل کیږي  ډیری  ګرځندویان  بیا  په بسونو کې د ازمیر  او نورو ولایتونو ته  سفر کوي. یو زیات شمیر  ګرځندویان په ازمیر ولایت کې د ایفس  او بې بي مریم  د کور نه لیدنه کوي.

ځینې ګرځندویان  بیا  د یادې شوې ولسوالۍ  سواحلو ته مخه کوي.



اړوند خبرونه