د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/e2e7/72a1/feea/5c7cc4dfd725f.jpg?time=1719285929)
د سټار ورځپاڼې « روسیه : اس ۵۰۰ توغندي به د ترکیې سره په ګده تولید کړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو وویل چې د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو لومړني سامان آلات به د جون په میاشت کې ترکیې ته وسپارل شي. هغه وویل چې اس ۵۰۰ دفاعي توغندي به د ترکیې سره په ګډه تولید کړو.
هغه زیاته کړه چې یواځې یو دانه د اس ۵۰۰ دفاعي توغندیو سیستم د بهرنیو بریدونو په مقابل کې د ټولې ترکیې نه دفاع کولو ته کافي دی.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې لومړنۍ تحقیقاتي کښتۍ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړنۍ تحقیقاتي کښتۍ ام ټي ای اوروچ رئیس په سمندرونو کې د دوه او درې بودي څیړونو په خاطر د نفتو او انرژۍ په تحقیقاتو پیل کوي. دا کښتۍ به د مارمرې سمندر ولیشت ولیشت وپلټي . دا کښتۍ چې په نړۍ کې د نادرو کښتیو نه ده په مدیترانه کې به د ترکیې لپاره انرژۍ او نفت وپلټي. دا کښتۍ به ترکیه پدې پلټنو کې لا زیات لاس برې کړي.
د خبرترک ورځپاڼې « استانبول مالي مرکز په ۲۰۲۲ کال کې افتتاح کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ولسمشرۍ ماڼۍ د مالي دفتر رئیس پروفیسور کوکسل اشان وویل غواړي چې ترکیه د نړۍ په مهم مالي مرکز بدله کړي. هغه وویل چې دې هدف ته د رسیدو په خاطر به د ترکیې مالي مرکز په ۲۰۲۲ کې پرانیستل شي. استانبول به په نړۍ کې د مالي مرکزونو د مهمو مرکزونو نه په یو بدل شي.
د صباح ورځپاڼې « انتالیا ولایت په مې میاشت کې د ګرځندوی په برخه کې ریکاټ مات کړ » د سلیک لاندې لیکلي دي، د انتالیا والي منیر قره اوغلو وویل چې انتالیا ولایت سږ کال د مې په میاشت کې د ګرځندوی په برخه کې تر ټولو ستر ریکاټ مات کړ.
د انتالیا والي قره اوغلو د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې یواځې د ۲۰۱۹ کال د مې په ۲۵ مه نيټه انتالیا ولایت ته د هوايي لارو څخه ۷۶ زره ۵۶۸ تنه ګرځندویان راغلي دي. دا په اصل کې هر وخت ریکاټ وو. د مې په ۲۵ مه نیټه انتالیا ولایت کې ۳۶۳ الوتکې ښکته شوي دي. دا ریکاټونه به دوام وکړي.
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې په معرفي کې ترکي خواړه په لومړي کتار کې ځای ونیسي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر محمد نوري ایرسوی وویل چې سږ کال نه په اعتبار سره به د ترکیې د سمندر، شګیو او لمر سربیره د ترکیې په معرفي کې ترکي خوړو ته هم مهم ځای ورکړ شي. همداشان پدې پروګرام کې به د ترکیې تاریخي او کولتوري بڼسټونو ته هم مهم ځای ورکړ شي.
وزیر وویل چې زمونږ موخه تر ۲۰۲۳ کاله د ګرځندوی نه په کال کې ۷۰ میلیارده ډالره عواید ترلاسه کول دي.