د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1204422
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې ملي جنګي الوتکه به په ۲۰۲۳ کال کې الوتنه وکړي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي صنایعو د ریاست رئیس اسماعیل دیمیر وویل چې  د ترکیې ملي او ځايي جنګي الوتکې به  د اف ۱۶ الوتکو تشه ډکه کړي. هغه وویل چې د الوتکې عمومي چارې سرته رسیدلي دي  او لاندنیو سیستمونو په اړه يي چارې دوام لري. هغه وویل چې انشاالله د ترکیې ملي جنګي الوتکه به په ۲۰۲۳ کال کې له ګراژه  راوویستل شي. هغه وویل چې  د نوموړي پروګرام په ځینو برخو کې به د ځینو بهرنیو شرکتونو سره هم  په ګډه کار وشي.

د سټار ورځپاڼې « ترکیه به په ختیځې مدیترانه کې د خپلو حقونو نه دفاع ته دوام ورکړي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز ویول چې  قوي  او غښتلې ترکیه د خپلو اهدافو پر لورې  ګام په ګام  پرمخ  روانه ده. هغه  وویل تر کومه چې  ترکیه  یوموټی  او  متحد  اوسي  هیڅوک يي هدف ته د رسیدو پر وړاندې خنډ جوړولی نشي.

هغه وویل چې ترکیې په ختیځه مدیترانه کې  خپل  او د شمالي قبرس ترک جمهوریت د حقونو نه تل دفاع کړې ده  او ددېنه وروسته به هم  دفاع وکړي.

د وطن ورځپاڼې « اسیا په ترکیه کې ۴۶۶ میلیونه ډالره سرمایه ګذاري کړې »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د  ۲۰۱۸ کال کې  د مارچ په میاشت کې  بهر میشتو پانګه والو په ترکیه کې ۸۳۵ میلیونه ډالره پانګه اچونه کړې وه  چې په ۲۰۱۹ کال په عینې میاشت کې  بیا  د ۸۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پانګه اچونه شوې ده . په خبر کې راغلي دي چې د  ۸۲۰ میلیون ډالرو نه  ۴۶۶ میلیونه ډالره د اسیايي پانګه والو لخوا شوې ده .

همداشان ۳۴۲ میلیونه ډالره يي بیا د اروپايي او لس میلیونه ډالره يي د امریکايي او دوه میلیونه ډالره يي بیا د افریقايي  پانګه والو لخوا شوې ده . پدې ډوله  د روان کال د مارچ په میاشت کې په ترکیه کې د ترسره شوو پانګه اچونو ۵۶ عشاریه ۸ سلنه د اسیايي پانګه والو لخوا شوې ده .

د خبرترک ورځپاڼې « ترکیه به د خپل تاریخ او کولتور نه د ګرځندوی په برخه کې کار واخلي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کولتور او ګرځندوی د وزارت مرستیال نادر الپ اسلان وویل چې  ترکیه د تاریخ او کولتور له پلوه  د نړۍ تر ټولو بډایه  هیواد  دی  او پدې برخه کې  د یوې خزانې پر سر پروت  هیواد دی.

هغه وویل چې د بشریت تاریخ پدې خاوره کې پیل شوی دی او تر ننه پورې دوام لري چې  پدې دوره کې  بني اډم  خپلې تر ټولو قیمتي  نښې او نښانې پدې خاوره کې پریښې دي.

هغه وویل چې ترکیه  ددې لرغونو او قیمتي اثارو د حفاظت  او استفادې په برخه کې د ډیر جدي حساسیت نه کار اخلي. همداشان تمه کیږي چې د تاریخي او کولتوري خزانې نه  د ګرځندوی په برخه کې استفاده وشي.

د حریت ورځپاڼې « ایرم یامان  د دویم ځل لپاره نړۍواله اتلولي خپله کړه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تکواندو په نړۍوالې اتلولۍ  په سیالیو کې  د هیواد ښځینه  تکواندو بازې  ایرم یامان  په ۶۲ کیلو وزن کې  د سرو زرو مډال  وګټه.

د تکواندو  د نړۍوالې اتلولۍ  سیالي چې  د انګلستان د مانچستر په ښار کې  جوړه شوې وه  ایرم یامان  په ۶۲ کیلو وزن کې  په پایلوبه کې خپلې برازیلۍ رقیبې  کارولینا سانتوس ته  ۲۱ د ۷ په مقابل کې  د ماتې په ورکولو سره  اتلولۍ خپله کړه . د ویلو ده چې  ایرم  یامان  ددینه مخکې هم  په تکواندو کې نړۍواله اتلولۍ ګټلې وه چې د دویم ځل لپاره يي دا غرور د ترکیې په برخه کې کړ.



اړوند خبرونه