د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1198736
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « ترکیې د استانبول د ټاکنو د پایلو د لغوه کولو اړوند د امریکا د څرګندونو پر خلاف غبرګون وښود »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیې  د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا  د مارچ په ۳۱ مه نيټه په  ترسره شوو ټاکنو کې  د بعضو  درغلیو د تثبیت په پایله کې د استانبول  د ټاکنو د لغوه کولو د پریکړې اړوند  د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند  د څرګندونو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند  حامي اقسوی  د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند د څرګندونو په ځواب او غبرګون  کې وویل « ازاده او ډیموکراتیکې ټاکنې  د ترکیې د دولت  د دود  یوه نه بیلیدونکې  پارچه ده. په هرو ټاکنو کې  په ډیره  لوړه توګه د ګډون کچه په ترکیه کې په دیموکراسۍ  او د ټاکنو په سیستم  د هیوادوالو  د باور او اعتماد  تر ټولو  ښه  بیلګه  ده.

د استانبول  د ټاکنو د پایلو لغوه کول  او له سره د ټاکنو د ترسره کولو پریکړه  د مارچ د ۳۱ مې په ټاکنو کې په استانبول کې  د بعضو غیرې قانوني کړنو او درغلیو  د تثبت په پایله کې  شوې ده   چې د ټاکنو د پایلو سره  هیڅکوم تړاو نلري. د ترکیې د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون چې د ټاکنو د ادارې او کنټرول صلاحیت  د اساسي قانون نه ترلاسه کړی  او غړي  د ترکېې د قضايي  ارګانونو  د منسوبینو نه  ټاکل کیږي  پریکړو ته باید هر سړی  درناوی وکړي.

دیته  ورته  پيښې  ددینه مخکې په امریکا  او نورو هیوادونو کې هم  رامنځته شوي دي چې ټولې د ډیموکراسۍ  د قواعدو په چوکاټ کې  حل شوي دي.

د رایو په صندوقونو کې  په ډیره  شفافه  توګه د ترک  ملت  د ارادې انعکاس  هم  زمونږ د قوانینو او هم  د نړۍوالو مسئولیتونو د پر ځای کولو له نظره  د حکومت  تر ټولو ستر مسئولیت دی. لکه څرنګه چې دا مسئولیت  په تیرو ټاکنو کې په ډیر  ښه شکل سره  پر ځای شوی  د جون د ۲۳ مې په ټاکنو کې به هم  پر ځای شي  .»

د ینې شفق ورځپاڼې « انکا د ملي رادار سره  په ايژې او مدیترانه کې په فعالیت پیل وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې  ملي ډرون  الوتکې انکا  چې  د سار په نامه  په ملي رادار هم سمباله  ده  دنده  پیل کړه.

د ترکیې سمندري ځواکونو  د انکا په نامه  د ډرون الوتکې نه  چې  په پرمختللو  کمرو  او رادار سیستم  سمبال  ده  د ايژې او مدیترانې په سیمه کې  د اوبو د پاسه د کشفي  فعالیتونو په خاطر  استفاده کوي. ویل کیږي دا ډرون الوتکه  د رادار په مرسته  د ډیرو لرو پرتو سیمو  او د وریځو  د پاسه  د استخباراتو  او معلوماتو د راټولو  ظرفیت لري. دا الوتکه  د اوبو د پاسه د هر ډول  عنصر د تثبت  او په نښه کولو ظرفیت  او توان لري.

د صباح ورځپاڼې « د اپریل په میاشت کې د جواهراتو  صادرات ۲۵۸ عشاریه ۹ میلیونه  ډالرو ته لوړ شول »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د جواهراتو  د صادراتو ټولنې ویلي دي چې  تیره میاشت ترکیې نړۍ ته ۲۵۸ عشاریه ۹ میلیونو ډالرو په ارزښت جواهرات صادر کړي دي.

یادې شوې ټولنې ویلي دي چې تیره میاشت تر ټولو ډیر صادرات منځني ختيځ او اسیايي هیوادونو ته  شوي دي. همداشان  منځني اسیا ، شمالي امریکا او اروپايي ټولنې هم  د پام وړ  صادرات شوي دي.

د خبرترک ورځپاڼې « لوریانا  په ترکیه کې درې کنسرتونه اجرا کوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د کاناډا مشهوره  سندرغاړې  لوریانا مک کنیت  ترکیه کې خپلو مینه والو ته  کنسرت اجرا کوي. مشهور سندر غاړې به لومړنی کنسرت  د جون په ۲۹ مه نيټه په ایزمیر ولایت کې ، په سبا به يي په انقره کې  او د جولای په لومړۍ نیټه به يي په استانبول کې اجرا کړي.

د حریت ورځپاڼې « د ترکیې نامتو موټرسایکل ځغلوونکي رازګاتلي اوغلو او سوفواوغلو د ایټالیا په سیالۍ کې  ګډون کوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ملي موټر سایکل ځغلوونکي  توپراق  رازګاتلي اوغلو او د نړۍ د سوپر بایک د اتلولۍ په سیالۍ کې  او بهاوالدین سوفواوغلو بیا  د نړۍ په سوپر سپور ۳۰۰ په اتلولۍ کې  ګډون کوي. دا اتلولي په ایټالیا کې جوړیږي.

 



اړوند خبرونه