د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1197210
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « نوی د پخلاینې بهیر په نظر کې نلرو »  د لیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پ ک ک ترهګرې ډلې زنداني مشر  د مدافع وکیلانو سره  د لیدنې په اړه ارزونې وکړې. ولسمشر اردوغان وویل چې  د پخلاینې نوی کوم بهیر  په نظر کې نلرو.

د بله پلوه د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه معلوماتو د ادارې رئیس فخرالدین التون بیا ویلي دي چې  د پ ک ک زنداني مشر  د قانوني موضوعاتو په چوکاټ کې د خپل مدافع وکیلانو سره  لیدنه کړې ده. هغه ویلي دي چې  حکومت  نظر او سیاست  ښکاره  دی. هغه وویل چې  د پ ک ک د زنداني مشر لخوا په سوریه کې  د وای پ جي او اس ډي جي ترهګرو ډلو ته  په مستقیمه توګه پيغام استول ددې خبرې ښکاره  ثبوت  دی چې  یادې شوې ډلې  د پ ک ک ترهګرې ډلې  څانګې دي.

د خبرترک ورځپاڼې « ترکیه به په ختیځه مدیترانه کې د خپلو حقونو نه  ساتنه وکړي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ وزارت ویلي دي چې  ترکیه  په ختیځه مدیترانه کې د خپلو حقونو نه به په ډیره  قوي توګه دفاع وکړي. همداشان ترکیه به پدې سیمه کې  د نفتو او ګازو پلټنون چارو ته هم  دوام  ورکړي. د انرژۍ وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې  د ترکیې لخوا په خپله  سیمه  کې  د ګازو او نفتو د پلټنون  د فعالیتونو په اړه  د بعضو کورنیو او بهرنیو اکټورانو  څرګندونې  د منلو وړ ندي. په بیان کې راغلي دي چې  ترکیه د نړۍوالو حقوقو او حقونو په چوکاټ کې په سیمه کې  د پلټنو فعالیتونه ترسره کوي.

د سټار ورځپاڼې « ترکی سرتیري د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د استفادې په خاطر د روزنې پروګرام پیلوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې خبري اژانس تاس  د یوې ډیپلوماتیکي سرچینې له قوله ویلي دي چې  د مې د میاشتې په وروستیو کې به  نږدې سل تنه  ترکي سرتیري  د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو  په برخه کې د روزل کیدو په خاطر  روسیې  ته  راشي. دا ترکی سرتیري به په روسیه کې په یوې پوځي هډه کې وروزل شي. روزنیز پروګرام به ۵ میاشتې دوام وکړي. د ویلو ده چې  روسیه  به  د روان کال تر پایه پورې ترکیې ته  اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم  وسپاري.

د ینې شفق ورځپاڼې « پرته د اوبو د کرنۍ خاطر مهمه  اختراع »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د قونیې په ولایت کې  چې د اوبو د ستونزو سره  لاس او ګریوان  دی  درې تنو  ملګرو  پرته  د اوبو د کرنې په خاطر  د ایکوبکس  سیستم  اختراع کړ.

دا سیستم  د یو ځل لپاره  د ۱۶ لیترو اوبو په کارولو سره  د ونو او بوټو  ریښې  په مځکه کې د اوبو  چینو سره  نخلوي. همداشان  دا  سیستم     په دښتو، غرنو  او للمي مځکو کې هم  د میوې او ترکارۍ  د تولید  فرصت  ورکوي.

د وطن ورځپاڼې  « د ترکي فوټبالرانو ډیره لوړه بیه  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سپورت نړۍوال څیړنیز  مرکز  د اروپا د پنځو لیګونو  تر ټولو  د قیمتي  لوبغاړو  د بیو په اړه  یو لست  جوړ کړی دی. پدې لست کې  تر ټولو قیمتي ۵۰ تنو لوبغاړو ته ځای ورکړی دی چې ترکي لوبغاړو هم  پدې لست کې ځای نیولی دی.

د ترکیې  نامتو لوبغاړي  اوزان  کاباک  د ۲۰ عشاریه ۸ میلیونو ایرو  بیې سره  پدې لست کې ځای نیولی دی.



اړوند خبرونه