د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/e2e7/72a1/feea/5c7cc4dfd725f.jpg?time=1719217704)
د صباح ورځپاڼې « ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو له امله د مبارکۍ پیغامونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې د فلسطین ولسمشر محمود عباس، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د عراق ولسمشر برهم صالح ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټیلیفوني خبرو کې د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو له امله مبارکي ویلې ده. همداشان مشرانو پدې ټيلیفوني خبرو کې هیله څرګنده کړې ده چې د روژې دا مبارکه میاشت د ټول عالم اسلام او نړۍ لپاره د خیر او برکت وسیله شي.
د سټار ورځپاڼې « اس ۴۰۰ د ترکیې مهمه او ستراتیژیکه حمله وه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هیواد پوځي کارپوه یوسف الاباردا وویل چې د ترکیې لخوا د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو رانیولو مسئله یوه ډیره پر ځای او ستراتيژيکه حمله ده. دا سیستم د سوریې نه نیولې تر ختیځې مدیترانې ، ایژې سمندر، د چناق کلا او استانبول تنګیو پورې په یو زیات شمیر مهمو نقطو کې به خپلې اغیزې وښايي . هغه وویل چې د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم سره به پدې پراخه جغرافیه کې د ترکیې پر خلاف هر ډول پرمختګونه برطرف شي. ټولې اندیښنې به لمنځه ولاړې شي.
د خبرترک ورځپاڼې « ترکیې ته د سړو هیوادونو د ګرځندویانو په شمیره کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انتالیا ولایت او د الانیا سیمه د سړو هیوادونو د ګرځندویانو لپاره د ګرځندوی په مهم مرکز بدل شوی دی. په خبر کې راغلي دي که چیرې د روان کال د لومړنیو څلورو میاشتو د ګرځندویانو شمیرې ته دقت وکړو سږ کال په لومړنیو ۴ میاشتو کې ترکیې ته د راغلو سویډني ګرځندویانو په شمیره کې ۴۲ سلنه، د ناروې د ګرځندویانو په شمیره کې ۸۷ سلنه، د ډنمارک د ګرځندویانو په شمیره کې ۱۸ سلنه او د فنلنډ د ګرځندویانو په شمیره کې ۱۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د بله پلوه د ګرځندوی د سکتور چارواکیو ویلي دي چې د کال لومړنیو څلورو میاشتو د ګرځندویانو شمیرې ته په کتو سره داسې ښکاري چې په ۲۰۱۹ کال کې د ګرځندوی په برخه کې یو ډیر ستر ریکارډ ټینګ شي.
د حریت ورځپاڼې « د بور مادې یوه بله ګټه هم معلومه شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د افیون کوجا تپې د پوهنتون د وترنرۍ د فاکولتې استادانو پوهاندوی ډاکټر مصطفی قابو او پوهاندوی ډاکټر رجب قره د تیرو پنځو کلونو راهیسې د لبنیاتو او غوښې د مصرف د عمر د لوړولو په خاطر د بور په مادې تحقیقات کول چې بالاخره نتیجې ته ورسیدل. ویل کیږي په هغه لبنیاتو او غوښې نه په جوړیدونکو توکو کې چې بور مادې نه اخیستل شوی دی د مصرف عمر يي ۲۰ سلنه اوږد شوی او د انسان په وجود کې ددې توکو د منرالونو کیفیت او ظرفیت لوړ شوی دی.
د وطن ورځپاڼې « د کاغذ په برخه کې د ځان بساینې په برخه کې مهم ګام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی وارانک وویل چې د ۱۹ کاله ځنډ وروسته یو ځل بیا د بالکیسیر ولایت د کاغذونو فابریکې په فعالیت پیل وکړ. دا فابریکه به د مصرف شوو کاغذونو نه له سره نوي کاغذونه جوړ کړي. هغه وویل چې پدې فابریکې خصوصي سکتور لخوا ۱۴۰ میلیونه ایرو پانګه اچونه شوې ده . ددې پانګه اچونې سره به ترکیه د کاغذونو په برخه کې په ځان بسیا شي او د کال ۱۵۰ میلیونو ډالرو کاغذونو واردواتو مخه به ونیول شي.
د ترکیې د اړتیا وړ کاغذونه به پدې فابریکه کې تولید شي.