د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1195681
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « د ناټو او ترکیې لخوا د اس ۴۰۰ په اړه پرله پسې څرګندونې »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ناټو سازمان عمومي  مشر ینس ستولتنبرګ د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو په اړه وویل چې  د پوځي تجهیزاتو په رانیولو کې  د یو هیواد ملي پریکړې او تصامیم اصل  دی. همداشان د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای هم  د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو په اړه وویل چې پدې اړه  تړون لاسلیک شوی دی او بهیر سرته رسیدلی دی. ترکیه چې د چا سره تړون لاسلیک کړي او ژمنه وکړي بیا په خپلې ژمنې عمل کوي.

د خبرترک ورځپاڼې « د قبرس په اړه د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي اکار څرګندونې »  د  سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع  وزیر خلوصي اکار وویل چې  ترکیه  په ختیځې مدیترانه او ايژې سمندر کې  د نړۍوالو حقوقو د حقونو  او ضمانت کوونکي هیواد په توګه  د شمالي قبرس ترک جمهوریت  د خلکو د حقونو نه  تل دفاع کوي  او چا ته ددوې پر حقونو د تیري کولو اجازه نه ورکوي. همداشان اکار د یونان په چارواکیو د ايژې او ختیځې مدیترانې  په اړه د اعتدال او همکارۍ  غږ وکړ. همداشان هغه وویل چې  ترکیه د خپلو ملي ګټو او حقونو نه  هم  دفاع ته  ژمن  دی.

د حریت ورځپاڼې « کوش ادا سي کې سترو سترو سیاحتي کښتیو لنګر واچو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هالنډ او مالتا د هیوادونو  دوو سترو سیاحتي کښتیو  پرون د ایدن ولایت  د کوش ادا سي په ولسوالۍ کې لنګر واچو. نوموړو  کښتیو  ۳۵۶۰ تنه ګرځندویان  کوش ادا سي ولسوالۍ کې ښکته کړل.

ویل کیږي  نوموړي  ګرځندویان  وروسته  په بسونو کې  د ایزمیر  ولایت  او شاوخوا سیمو ته  لاړل. ګرځندویانو  په ایزمیر ولایت کې د ایفس د تاریخي ښار او د بي بي مریم  د کور او نورو تاریخي سیمو نه لیدنه وکړه.

د ینې شفق ورځپاڼې «  د کښتې  صادراتو کې ریکارډ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د مالاتیا ولایت  چې د نړۍ ۸۵ سلنه  کښتې  تولیدونکی  دی  د روان میلادي کال په لومړنیو ۴ میاشتو کې  نړۍ ته  ۳۳ زره  ۹۱۰ ټنه  کښته  صادر کړې ده . ویل کیږي مالاتیا ولایت د نوموړو صادارتو نه  ۸۴ میلیونه ۷۱۰ زره او ۹۰۰ ډالرو عواید ترلاسه کړي دي. د ویلو ده چې  یاد شوي ولایت  سږ کال په صادراتو کې نوی ریکارډ  مات کړ.

یاد شوي ولایت  تیر کال  په لومړنیو څلورو میاشتو کې  ۲۹ زره ۸۶۸ زره ټنه  کښته  صادره کړې وه.

د صباح ورځپاڼې « د لیورپول او بارسلونا د سیالۍ ریفري جونیت چکر وټاکل شو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې نامتو ریفري  جونیت چکر به  سبا سې شنبه  د لیورپول او بارسلونا د لوبډلو ترمنځه  د  اتلولۍ د لیګ  د نیمه پایلوبې د سیالیو په چوکاټ کې ترسره کیدونکې سیالي  اداره کړي. د جونیت چکر سره به بهاوالدین دوران او طارق اونګون  د مرستیال ریفریانو په توګه دنده ترسره کړي.    



اړوند خبرونه