د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/e2e7/72a1/feea/5c7cc4dfd725f.jpg?time=1718550197)
د وطن ورځپاڼې « ترهګرې ډلې ته یو بل ستر ګوزار » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې وسله والو ځواکونو پرون د عراق په شمال کې د ګارا په سیمه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې په تثبیت کړو هدفونو درانده بریدونه وکړل. د هیواد هوايي ځواکونو په ګارا کې د پ ک ک ترهګرې ډلې په موضع ګانو، پټنځایونو، د وسلو او مهماتو په ډیپوګانو او د تجمع په مرکزونو له منځه وړي دي.
د سټار ورځپاڼې « د ولسمشر مرستیال اوکتای : ترکیه په نړۍ کې تر ټولو زیات ریفورمیست هیواد دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای پرون په انقره کې د ښېګڼې د همغږۍ د شورا په غونډه کې وویل چې ترکیه د اقتصادي پرمختګ او همکاریو د سازمان د غړیو هیوادونو په منځ کې د نړۍوالو پانګوالو وړاندې د پرتو خنډونو د لمنځه وړو په برخه کې تر ټولو ستر ریفورمیست هیواد دی. ترکیې په تیرو ۱۷ کلونو کې ۲۱۰ میلیارده ډالره مخامخ نړۍواله پانګه جذب کړې ده .
د صباح ورځپاڼې « د دارالشفقې روبوتیکې ډلې د نړۍ تر ټولو د ښو ډلو په منځ کې ځای نیولی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دارالشفقې روبوتیکې ډلې سلطانس اف ترکیه په نړۍ کې ترکیې شمله لوړه کړه . د ترکیې د دارالشفقې د لیسې روبوتیکي ډلې د تانتان په نامه د جوړ کړي روبوت سره په امریکا په جوړ شوي نړۍواله سیالۍ کې چې د ۴۰ هیوادونو نه پکې ۱۵ زره زده کوونکو ګډون کړی دی مهمه جایزه ترلاسه کړه. نوموړې ډلې ددې سیالۍ د الهام ورکوونکې انجینیرۍ جایزه ترلاسه کړه. دا ډله د ترکیې لومړنۍ روبوتیکه ډله ده چې په نړۍواله کچه دا ډول جایزه ترلاسه کوي.
د حریت ورځپاڼې « په کولن ښار کې د ټي آر ټي ماشوم د کانال د کارتوني فلم د تیاتر ننداره » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ټي آر ټي ماشوم د تلویزیوني کانال لخوا د جوړو شوو کارتونیک فلمونو نه « د رافا نه تایفا ته » د فلم د تیاتر ننداره د جرمني د کولن په ښار کې ترسره شوه. د ویلو ده چې دا ننداره د ترکیې د بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو د ریاست په مرسته د کولن ښار د دیني چارو د ریاست په ودانۍ کې جوړه شوې وه. ددې تیاتر نندارې لپاره د ماشومانو لیوالتیا دومره ډیره وه چې د پلان شوي پروګرام نه لا زیات ۴ ځله نندارې ته وړاندې شو.
د خبرترک ورځپاڼې « په استانبول کې د اوکرایني هنرمندانو نندارتون » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اوکراین نامتو انځورګرانو استانبول ارټسټ ریزیدنسي د پروګرام په چوکاټ کې خپل اثار د هنر مینه والو ته په ننداره کیښودل. د ویلو ده چې اوکرایني هنرمندانو ددې پروګرام په چوکاټ کې خپل ټول هنرونه نندارې ته وړاندې کړل.
ددې پروګرام په چوکاټ کې د نړۍ د یو زیات شمیر نورو هیوادونو هنرمندانو هم ګډون کړی وو او خپل هنرونه يي نندارې ته وړاندې کړي وو.