د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/e2e7/72a1/feea/5c7cc4dfd725f.jpg?time=1718796538)
د صباح ورځپاڼې « هیچا ته به اجازه ورنکړو چې د ناټو په سازمان کې د ترکیې د موقف او غړیتوب مسئله وڅیړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې ویلي دي چې د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د رانیولو تصمیم هیڅکوم هیواد پر خلاف نیول شوی تصمیم ندی. د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن پدې اړه وویل چې ترکیې د یو خپلواکه او مستقل هیواد په توګه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د رانیولو تصمیم نیولی دی. دا تصمیم د امریکا او یا د بل کوم هیواد پر خلاف ندی نیول شوی.
هغه وویل چې ترکیه به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د اس ۴۰۰ او یا اف ۳۵ ډوله الوتکو په مسئله کې د ناټو په سازمان کې د ترکېې غړیتوب وڅیړي. همداشان پدې اړه څرګندونې هم زمونږ لپاره د منلو وړ ندي.
د وطن ورځپاڼې « د چاوش اوغلو لخوا د ایران په مسئله کې د امریکا پر خلاف غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون د خپل ایراني سیال جواد ظریف سره په انقره کې ولیدل. چاوش اوغلو د لیدنې نه وروسته خبري غونډې ته وویل چې د امریکا لخوا پر ایران لګول شوي تحریمونه یو ډیر ناسم او غلط ګام دی. مونږ ددې خبرې نه یادونې ته دوام ورکوو. همداشان د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف بیا سوریې ته د خپل سفر په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د سوریې د ولسمشر اسد سره لیدنه وکړه. ددې لیدنې جزیات به د ښاغلي ولسمشر رجب طیب اردوغان سره شریک کړي.
د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې د ایژې د سیمې نه روسيې ته د صادراتو کچه ۱۱۱ سلنه لوړه شوې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روان میلادي کال په لومړۍ ربع کې د ترکیې د ایژې د سیمې نه روسیې ته د صادراتو کچه د ۱۱۱ سلنې په لوړیدو سره د ۳۷ میلیونه او ۸۱۸ زرو ډالرو ته ۷۹ میلیونه او ۹۰۸ زره ډالرو ته لوړ شوي دي.
د ویلو ده چې د ایژې د سیمې نه روسيې ته تر ټولو زیات تازه میوه او تازه سابه صادر شوي دي.
د حریت ورځپاڼې « اروپا ته د تاناپ د ګازو د نللیکې چارې په وروستۍ مرحله کې قرار لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، اذربایجان د ترکیې له لارې اروپا بازارونو ته د ګازو د انتقال په خاطر غځولي د تاناپ د نللیکې چارې وروستۍ مرحلې ته رسیدلي دي. د نللیکو د غځولو چارې سرته رسیدلي دي. اذربایجان ویلي دي چې د اپریل د ۱۵ مې نیټې نه په اعتبار سره يي د نللیکو د امتحانولو په خاطر د ګازو جریان پیل کړی دی.
د سټار ورځپاڼې « ترکیې په فبروري میاشت کې اروپا ته د وارداتو په پرتله صادرات ډیر کړي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د روان میلادي کال د فبروري په میاشت کې د اروپايي ټولنې هیوادونو ته د وارداتو نه زیات صادرات کړي دي. د ترکیې نه اروپايي ټولنې غړیو هیوادونو ته د وارداتو په پرتله د صادراتو کچه ۸۷۷ عشاریه ۶ میلیونو ډالره لوړه شوې ده .
د ایرو د سیمې د احصایې د ادارې د شمیرو له مخې ترکېې د فبروري په میاشت کې د اروپايي ټولنې د غړیو هیوادونو نه د ۵ میلیارده او ۶۵۰ عشاریه ۶ میلیونه ایرو وارداتو په مقابل کې ۶ میلیارده ۵۲۸ عشاریه ۲ میلیارده ډالره صادرات کړي دي.
ترکیې یواځې د روان میلادي کال په لومړنیو دوو میاشتو کې د اروپايي ټولنې غړیو هیوادونو نه د وارداتو په پرتله ۲ میلیارده ۶۸۴ میلیونه ایرو ډیر صادرات کړي دي.