د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « د سویس خبري رسنیو د استانبول د هوايي ډګر ستاینه کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سویس نامتو ورځپاڼې نوې زیچر زیتونګ ( د استانبول هوايي ډګر ښکلا انسان په تعجب کې اچوي ) د سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې ده. په مقاله کې راغلي دي چې د استانبول د نوي هوايي ډګر ښکلا او ظرافت انسان په تعجب کې اچوي. دا هوايي ډګر په حقیقت کې د ستایلو او ستاینې وړ دی. انسان ته له روحي پلوه ارامتیا وربخي. په ډیره لوړه تکنالوژۍ او کیفیت جوړ شوی دی. ددې هوايي ډګر هر شی د ستور په څیر ځلیږي.
د صباح ورځپاڼې « په ساختماني سکتور کې مهم پرمختګ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د ساختماني موادو د صنایعګرانو ټولنې لخوا په خپور شوي کلني راپور کې راغلي دي چې په ترکیه کې ساختماني سکتور د ۱۲ میاشتو نه وروسته په حرکت پیل کړی دی. په راپور کې راغلي دي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ په میاشت کې د ساختماني سکتور ډبوالی پایته ورسید او په حرکت يي پیل کړی دی. په مارچ میاشت کې اندکس ۲ عشاریه ۱ لوړ شوی دی. تمه کیږي چې په راتلوونکې کې د ساختماني سکتور تولیداتو کچه لوړه شي .
د ینې شفق ورځپاڼې « د امریکا مسلمان سندر غاړي د ترکيې د ځايي کرنسۍ یا ترکي لیرو نه د ملاتړ اعلان وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا نامتو مسلمانې سمندر غاړې دیلا میلیس چې په ډیره لنډه موده کې د ترکیې د خلکو په زړونو کې ځانته ځای جوړ کړی دی ویلي دي چې د ترکیې ملي کرنسي ترکي لیرو نه باید ملاتړ ته دوام ورکړو. هغې پریکړه وکړه چې ددینه وروسته به په ټوله نړۍ کې د خپلو کنسرتونو په خاطر د ډالرو پر ځای ترکي لیرو غوښتنه وکړي.
همداشان هغې چې په نړۍ کې د ترکیې د ګرځندوی د افتخاري سفیرې دنده هم په غاړه اخیستې د یو پلوه نه په اروپا کې په زرګونو تنو مینه والو ته کنسرتونه اجراکوي او د بله پلوه د ترکیې ګرځندوی نړۍ ته معرفي کوي.
د خبرترک ورځپاڼې « د سیواس ولایت د قزل چان جهیل په زړه پورې منظره انسانان د ځان پر لورې راکاږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سیواس ولایت د زارا د ولسوالۍ د جان اوا په کلي کې د قزل چان جهیل منظره او د اوبو رنګ انسان ته ارامنیا ورکوي. دا جهیل چې د دوو تپو په منځ کې په سل متره ژوره کې قرار لري په ځانګړې توګه د عکاسانو لپاره ډیره په زړه پورې منظره لري. د سیمې خلک وايي چې ددې جهیل د اوبو رنګ د هوا د حالاتو سره سم تغیر مومي. همداشان پدې جهیل کې ډیر زیات کبان هم موجود دي.
د حریت ورځپاڼې « په ترکیه کې تر ټولو ښه محافظت شوی کلی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د چناق کلا ولایت د اویه جیک ولسوالۍ اړوند د ادا تپې کلی په ترکیه کې تر ټولو ښه محافظت شوی کلی دی.
دا کلی چې د روم او ترک معمارۍ سره جوړ شوی دی د تاریخي مکانونو، کورونو، لارو او سړکانو سره جادويي اغیزې لري. دا کلی د تاریخي جرندو، زیتون غوړو د فابریکو او تاریخي دوکانونو سره د سرخلاصي موزیم په څیر دی.