د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1181247
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا په سوریه کې د فرات په ختیځو برخو د پوځي عملیاتو اشاره » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  پرون  د ترکیې د پولیسو د تشکیلاتو د ۱۷۴ یمې کلیزې په خاطر  د انقرې د ګولباشي په ولسوالۍ کې  د ځانګړو ځواکونو په ریاست کې په جوړو شوو مراسمو کې وویل « ځینې برخې غواړي چې  زمونږ  د پولو پورې غاړې ته  د ترهګرو د دهلیزونو  د جوړولو سره  پر مونږ  فشار وارد کړي  خو  مونږ  د اوچتو کړو ګامونو  سره  ددې دا پلانونه  شنډ کړل. دوې پدې پوه شول چې  دا خبره  ناممکنه ده. ددې سره سره  نوموړي  په خپلو جوړو کړو سناریوګانو  ټینګار کوي. په نږدې راتلوونکې کې به  د هغوې په ژبه  ورته  ځواب ورکړو. »

د صباح ورځپاڼې « په ترکیه کې د الوتکو او چورلکو د تولید په خاطر  ستره  فابریکه»  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې  هوايي او فضايي چارو صنایع  په ترکیه کې تر ټولو  لوی  او په نړۍ کې  څلورم  تر ټولو لوی د کمپوزیت د تولید  مرکز  جوړوي. د ویلو ده چې دا مرکز  د پلازمینې انقرې  د قهرمان کازان  په ولسوالۍ کې  د ۱۸۱ میلیونو ډالرو په پانګه اچونې سره  جوړیږي. د ویلو ده چې دا مرکز به د نړۍ د کمپوزیت ۲ سلنه  اړتیاوې  پوره کړي. همداشان پدې مرکز کې به  د وروستۍ تکنالوژۍ او روبوتونو په واسطه  جوړ شي.

همداشان  دا مرکز به  د هیواد د اقتصاد سره  هم  د پام وړ مرسته وکړي.

د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې او روسیې لخوا په ګډه  د چورلکې د جوړولو اشاره »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د چورلکو د جوړولو  د ادارې عمومي رئیس  اندري بوګینسکي وویل چې ترکیه  د جنګي الوتکو د تولید په برخه کې د ډیرې ښې تجربې  خاوند هیواد دی. ترکیه  د ملکي چورلکو جوړولو قوي پوتانشیل هم  لري. مونږ هم  هر ډول چورلکې لرو  او نوو  وړاندیزونو ته هم تیار یو. د روسیې په توګه  د ترکیې سره  په ګډه  توګه د چورلکو  جوړولو مسئله د احتمال نه لرې نه ګڼو.

د وطن ورځپاڼې « سي ان ان انټرنیشنل د استانبول نوی هوايي ډګر  ستاینه کړې »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول  نوي د استانبول په نامه هوايي ډګر ته  د اتاترک د هوايي ډګر نه د انتقال چارې په بشپړه توګه سرته ورسیدې. د ویلو ده چې  د اتاترک د هوايي ډګر نه د استانبول د هوايي ډګر ته  د انتقال او یا کډې  چارې  په ۳۳ ساعتونو کې  سرته ورسیدې او د استانبول هوايي دګر  د تولې معنا سره په فعالیت پیل وکړ. د امریکا د سي ان ان انټرنیشنل تلویزیون  د استانبول د هوايي ډګر د ټولو جزیاتو په اړه  یو ډیر هر اړخیز  خبر خپور کړی دی.   

یاد شوي تلویزیون  د استانبول د هوايي ډګر  ډیره زیاته ستاینه کړې  او ویلي دي چې دا ستره پروژه به د ترکیې  هوانوردۍ سکتور ته  لا وده ورکړي.

د حریت ورځپاڼې « د اروپا تر ټولو  د غوره ساحلونو  تر منځه د ترکیې پنځو سیمو هم  ځای نیولی دی »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ګاردین  ورځپاڼې د اروپا تر ټولو د غوره ساحلونو لست  جوړ کړی دی. پدې لست کې د ترکیې نه هم  پنځو سیمو ځای نیولی دی.

د ترکیې د چیرالي، کمر، انتالیا، قاباق، اوزون یورت کلي، موغلا، پاتارا، کالکان، اکواریوم، بوزجاده،چناق کلا ، ایزتوزو او دالیان  سیمو  ځای نیولی دی.



اړوند خبرونه