د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان : هدف ۱۰۰ میلیارده ډالره » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ګډه د ترکیې او روسیې ترمنځه په عالي کچه د ستراتیژیکو همکاریو د شورا په اتمه غونډه کې چې په مسکو کې جوړه شوې وه ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان دې غونډې ته په وینا کې وویل چې زمونږ هدف د ترکیې او روسیې ترمنځه سوداګریز حجم سل میلیاردو ډالرو ته لوړ دي. همداشان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا وویل چې زمونږ په هدف کې د پوځي تخنیکي همکاریو سربیره ترکیې ته د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم سپارولو مسئله هم ځای لري.
د خبرترک ورځپاڼې « د لیبیا په اړه د ترکیې څرګندونې : د لیبیا د روانو حالاتو په اړه اندیښمن یو » د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یو بیان په خپرولو سره ویلي دی چې ترکیه د لیبیا په پلازمینه طرابلس د پیل شوو پوځي عملیاتو د وخیمو پایلو په اړه چې کیدای شي ددې هیواد استقرار د جدي ننګونو سره مخامخ کړي جدي اندیښنه لري.
دا ډول پوځي حرکاتو پرته ددې چې ملکي وګړو ته زیان ورسوي، د هیواد استقرار د جدي ننګونو سره مخامخ کړي او هیواد په کنډوالۍ بدل کړي بله کومه ګټه نکوي. سربیره پر دې دا پوځي عملیات به د لیبیا په اړه د ملګروملتونو لخوا پیل شوی سیاسي بحیر به د سکتې سره مخامخ کړي. په بیان کې راغلي دي چې په لیبیا او په ځانګړې توګه په پلازمینه طرابلس کې د روان تاوتریخوالي د مخنیوي او هیواد د سکونت او امنیت په خاطر باید ټولې خواوې د عقل سلیم او اعتدال نه کار واخلي. ترکیه د لیبیا په اړه هم د ملګروملتونو د عمومي سکرتر او هم د لیبیا لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د هلو ځلو نه پوره ملاتړ کوي. همداشان ټوله نړۍواله ټولنه باید د لیبیا په اړه ګډ دریځ او اراده وښايي.
د حریت ورځپاڼې « د کاپادوکیا سیمې د ګرځندوی سیزن ګرم پیل کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کاپادوکیا تاریخي او د ګرځندوی مهمې سیمې ته د ۲۰۱۹ کال په لومړنیو درو میاشتو کې د تیر کال همدې میاشتو په پرتله ۱۴ عشاریه ۵ سلنه لا زیات ګرځندویان راغلي دي. په درو میاشتو کې دې سیمې ته ۴۴۰ زره او ۶۸۶ تنه ګرځندویان راغلي دي. د ویلو ده چې دا سیمه په ترکیه کې هم د تاریخ او هم د ګرځندوی له پلوه د مهمو سیمو نه شمیرل کیږي.
د صباح ورځپاڼې « د چینايي سیلانیانو پام ګوبکلی تپې ته اوښتی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د شانلي اورفا د ولایت د ګوبکلي تپې تاریخي سیمې په اړه چې د ملګروملتونو د یونسکو سازمان لخوا د نړۍ د تاریخي میراثونو په لست کې شامله شوې ده د چینیايي ګرځندویانو پام اوښتی دی.
د شانلي اورفا ولایت د کولتور او ګرځندوی ریاست ویلي دي چې تر اوسه پورې د چین دوو مهمو تلویزیونو د ګوبکلي تپې په سیمه کې خپرونې جوړې کړي او فلمبرداري يي کړې ده.
د یاد شوي ښار د کولتور او ګرځندوی د ریاست رئیس ایدن ارسلان ویلي دي چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا په ترکیه کې ۲۰۱۹ کال کې د ګوبکلي تپې په نامه د نومول کیدو نه وروسته په ترکیه کې ټولو اداراتو ددې سیمې د معرفي کولو په خاطر لاس په کار شوي او ددې سیمې په معرفي کې ډیره زیاته مرسته کړې ده .
د سټار ورځپاڼې « په قطر کې ساختماني نندارتون جوړیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په قطر کې د اپریل په ۹ مه نیټه د ۳ ورځو لپاره ساختماني نندارتون جوړیږي.
پدې نندارتون کې به د ترکیې یو زیات شمیر ساختماني شرکتونه هم ګډون وکړي.