د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/2b1c/d14d/be5a/5bd58e9b68e68.jpg?time=1718890946)
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې موزنبیق ته د مرستې لاس اوږد کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې د ترکیې د سرې میاشتې سره په ګډه د موزنبیق ته د مرستې لاس اوږد کړ. د ویلو ده چې په موزنبیق کې د شدیدو توپانونو له امله په سلګونو کورنۍ بې کوره شوي دي. د ترکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې د موزنبیق د توپان ځپلو او بې کوره شوو لپاره د بیریا د ښار ترڅنګ د کډوالو ښار ګوټی جوړ کړ. همداشان د ترکیې سرې میاشتې بیا پدې ښارګوټي کې ځای په ځای شوو ۲۳۳ کورنیو سره د خوراکي مواد مرسته وکړه.
د حریت ورځپاڼې « لومړنی پرواز ترسره شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اسراییلو د پلازمینې تل ابیب نه د ترکیې د موغلا ولایت ته لومړنی چارتر سفر ترسره شو. د ویلو ده چې د اسراییلي ګرځندویانو لومړنۍ قافله د موغلا ولایت ته راورسیده. پدې الوتکه کې د اسراییلي ګرځندویانو سربیره یو زیات شمیر فلسطینی ګرځندویان هم شتون درلود.
د ینې شفق ورځپاڼې « انتالیا ته د راغلو سیلانیانو شمیره د نیم میلیون نه واوښته » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ګرځندوی مرکز انتالیا ولایت ته د ۲۰۱۹ کال په لومړنیو ۳ میاشتو کې ۵۷۱ زره او ۲۰۵ تنه سیلانیان راغلي دي. ویل کیږي دا رقم د تیر کال همدې میاشتو په پرتله ۲۵ سنله لوړ دی. انتالیا ته د راغلو سیلانیانو نه د جرمني وګړي په لومړي کتار کې او د روسیې وګړي په دویم کتار کې ځای لري. تمه کیږي چې سږ کال انتالیا ولایت ته ۱۶ میلیونه بهرني او ۵ میلیونه کورني سیلانیان راشي.
د سټار ورځپاڼې « د سویلي کوریا نامتو عکاس د ادي یامان ولایت نه تاریخي سیمو عکاسي وکړه » د سرلیک لیک لاندې لیکلي دي ، نشنل جیوګرافیک ټریولر نامتو عکاسان او بلاګران ۸ کسیزه د سویلي کوریا ډله د ادي یامان ولایت نه د تاریخي او توریستیکو سیمو نه لیدنه وکړه. نوموړې ډلې په ځانګړې توګه د یونسکو لخوا د نړۍوالو میراثونو په لست کې د شامل شوو لرغونو اثارو لکه د نمروت غر، پیري لرغوني ښار، د کاهتا تاریخي کلا، د جیندرې پل او یو زیات شمیر نورو تاریخي او لرغونو سیمو نه لیدنه او عکاسي وکړه.
د وطن ورځپانې لیکلي دي چې د اوتیزم د ناروغۍ د پوهاي په خاطر تیره ورځ د استانبول د سلطان سلیم پل د شنو څراغونو سره څراغان شو.
د ویلو ده چې د سلطان سلیم د پل د چارو مسئول شرکت د اپریل دویمه د اوتیزم ناروغۍ د پوهاوي د ورځې د کمپاینونو نه د ملاتړ په خاطر د سلطان سلیم پل او شاوخوا لارې ټولې په شنو څراغونو څراغان کړې وې.