د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/e2e7/72a1/feea/5c7cc4dfd725f.jpg?time=1718935568)
د صباح ورځپاڼې « د نړۍ د مشرانو لخوا ولسمشر اردوغان ته د مبارکۍ پيغامونه » د سر لیک لاندې لیکلي دي، د اذربایجان ولسمشر الهام عليوف، د فلسطین ولسمشر محمود عباس، د صربستان ولسمشر الکساندر وجیج، د بوسنیاهرزیګوینا د ولسمشرۍ د شورا رئیس میلورد دودیک ، د ډیموکراتیک عمل ګوند رئیس بکر عزت بیګویچ ، د البانیا لومړي وزیر ایدیل راما او د ګینه ولسمشر الفا کوندی ولسمشر اردوغان ته د ټیلیفون په کرښه ددې ستر بري له امله مبارکي ویلې ده . نوموړو مشرانو ولسمشر اردوغان ته د تیرو ورځو په ټاکنو کې د غوڅ اکثریت د ګټولو له امله مبارکي وویله.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې هوايی کرښو شرکت د استانبول د نوي د استانبول په نامه د هوايي ډګر نه ۴۰۵ زره تنه مساپر انتقال کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د هوايي کرښو شرکت رئیس بلال ایکشي د ټولنیزې مډیا له لارې ویلي دي چې ترکش ایرلاین د استانبول د هوايي ډګر د افتتاح کیدو نه راپدیخوا ددې هوايي ډګر نه ۴۰۵ زره تنه مساپر انتقال کړي دي. هغه وویل چې انشاالله چې د اپریل په ۶ مه نيټه به خپل ټول دفترونه او مرکزونه د استانبول هوايي ډګر ته انتقال کړو. هغه وویل چې انشاالله ددې سترې پروژې سره به د ۲۰۲۳ کال ستر هدف ته ورسیږو.
د سټار ورځپاڼې « د نوي ځايي او ملي سیستم سره به د هیواد ټولې کښتۍ په عینې وخت کې د حرکاتو قابلیت پیدا کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکي انجینیرانو په ځايي او ملي امکاناتو د هیواد د سمندري ځواکونو د ټولو کښتیو لپاره په عینې وخت کې د حرکاتو د قابلیت او ځانګړتیا د پیدا کولو په خاطر د ادوینت په نامه سیستم جوړ کړی دی. ددې سیستم په ذریعه د ترکیې جنګي بیړي چې په هره نقطه کې وي په ګډه په حرکاتو کې د ګډون قابلیت او توان پيدا کوي. ویل کیږي دا سیستم به په موجودو او جوړیدونکو نوو جنګي کښتیو کې هم نصب او ځای په ځای کړی شي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د طبعي کاڼو صادرات په ۲۵ کالو کې ۳۳ برابره لوړ شوي دي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د طبعي کاڼو سکتور چې هر کال ترکیې ته ۲ میلیارده ډالره راوړي د نړۍ تر ټولو د لویو دوو نندارتونونو نه د ماربل ایزمیر د کاڼو د نندارتون کوربه توب کوي. د ویلو ده چې پدې نندارتون کې د نړۍ د ګوټ ګوټ په زرګونو تنه د کاڼو کاروباریان راغلي دي.
پدې نندارتون کې ۱۱۰۰ د کاڼو شرکتونو چې ۲۰۹ يي بهرني دي ګډون کړی دی. ترکیه چې د طبعي زیرمو سره په نړۍ کې ځانګړی ځای لري په کال کې ۲ میلیارده ډالره عواید لري. ترکیه په پام کې لري چې دا شمیره په نږدې کلونو کې ۷ میلیاردو ډالرو ته لوړه کړي.
د حریت ورځپاڼې « انګلیس ورځپاڼې : د تورې بحیرې د خوړو خوند د ورکیدو په څیر ندی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انګلستان د ګاردین په نامه د مشهورې ورځپاڼې د لیکوالانو نه کارولین ادن د ترکیې د تورې بحیرې د سیمې نه د لیدو نه وروسته د دې سیمې د خوندورو خوړو په معرفي کولو پيل کړی دی. ورځپاڼې لیکلي دي چې نوموړې د استانبول نه د مځکې له لارې تورې بحیرې ته سفر کړی او ویلي دي چې زما توصیه تولو ته داده چې په لاره کې موجود د ټولو خوړو او په ځانګړې توګه د خوږو خوند وڅکۍ. هغه ویلي دي چې د تورې بحیرې خواړه هم خوندور او هم ارزانه دي.
د ترکیې نه نړۍ ته د صادریدونکو فندقو ۷۰ سلنه پدې سیمه کې تولیدیږي. هغه ویلي دي چې د تورې بحیرې د خوړو خوند مې له خولې نه لرې کیږي.