د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/e2e7/72a1/feea/5c7cc4dfd725f.jpg?time=1719008353)
د صباح ورځپاڼې « التون : پ ک ک ته مو ډیر ستر ګوزار ورکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د اطلاعاتو د ریاست رئیس فخرالدین التون تیره ورځ د ترکیې د ملي استخباراتو او وسله والو ځواکونو لخوا په ګډه د عراق په شمال کې د قندیل په غره کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د ځینو مشرانو پر خلاف د ترسره کړو عملیاتو په اړه ویلي دي چې « د ترکیې امنیتي ځواکونو د پ ک ک ترهګرې ډلې د یو مهم مشر رضا التون او ملګرو پر خلاف يي ډیر مهم او بریالي هوايي عملیات ترسره کړل. د ترکېې دولت د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د بریالیتوبونو داستان لیکي.»
د خبرترک ورځپاڼې « وزیر پیک جان : ټولې چارې مو برښنايي کړي دي ، پرته د کاغده په یوې دورې پیل کوو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د تجارت وزیرې رخسار پیک جان وویل چې د صادراتو په برخه کې ټولې چارې برښنايي کیږي. دادی په الکترونیکي دوره پيلوو. هغه وویل چې ددینه وروسته به هره څه په الترونیکي بڼې سره ترسره کیږي. د کاغذ او کاغذ پرانۍ دوره پایته رسیږي. د صادراتو چارې به لا ګرندۍ او چټکې شي.
د حریت ورځپاڼې « د جرمني لوی هوايي شرکت د استانبول نوي ډګر ته په الوتنو پيل کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جرمني تر ټولو ستر د لفتانزا هوايي شرکت د اپریل د میاشتې د ۷ مې نیټې نه په اعتبار د استانبول نوي هوايي ډګر ته په الوتنو پيل کوي.
د یاد شوي شرکت لخوا د خپور شوي بیان له مخې د استانبول نوی د استانبول په نامه هوايي ډګر نړۍوالو هوایي شرکتونو ته د خدماتو په ورکولو د پيلولو سره سم به د لفتانزا شرکت د اتاترک د هوايي ډګر نه خپل دفتر د استانبول هوايي ډګر ته راانتقال او یاد شوي هوايي ډګر ته به په الوتنو پيل وکړي. یاد شوي شرکت ویلي دي چې د مساپرو لپاره به د تکټونو په بیه کې کې کوم بدلون رانشي.
د سټار ورځپاڼې « ترکیې ورته د مرستې لاس اوږد کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د اسلامي چارو د ریاست وقف په سوریه کې د کورنۍ جګړې جګړه ځپلې ۴۰ زره تنه یتیم شوی ماشومان صحي معاینه کړل. د ویلو ده چې یاد شوي وقف دوه کاله مخکې د پیل کړي پروګرام په چوکاټ کې د سوریې جګړه ځپلې یتم ماشومان چې روغتیايي خدماتو ته لاس رسی نلري وخت په وخت يي د رضاکاره ډاکټرانو په ذریعه معاینه کوي او د صحي کنټرول نه يي تیروي. همداشان هغه ماشومان چې کومې ناروغۍ پکې تثبیت شي په وړیا توګه ورته درمل هم ورکول کیږي او د تعقیب لاندې نیول کیږي.
د ینې شفق ورځپاڼې « اټاک چورلکو په برازیل کې خپل هنرونه او ظرفیت نندارې ته وړاندې کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ملي او ځايي جنګي چورلکې اټاک ټي ۱۲۹ ډوله چې په برازیل کې جوړیدونکی د دفاعي صنایع تر ټولو په ستر نندارتون کې د ګډون په خاطر برازیل ته تللي دي په نندارتون کې د ګډون نه مخکې د نوموړي هیواد د فورت ریکاردو په ولایت کې خپل هنرونه او ظرفیت نندارې ته وړاندې کړ.
د ویلو ده چې د اټاک چورلکو د نندارې په مراسمو کې د برازیل عسکري چارواکیو او پیلوټانو هم ګډون کړی وو. د برازیل پیلوټانو هم اټاک چورلکې والوزولې او په ډیره هر اړخیزه توګه يي امتحان کړې چې د ټولو لخوا وستایل شوې.