د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1171418
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « اردوغان : ای ټرمپه ، ته د چا خاوره اسراییلو ته په بخشش کې ورکوې، د سوریې خاوره ده . »  د سرلیک لاندې لیکلي دي  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ لخوا  د اشغال لاندې د ګولان تپې د اسراییلو د خاورې په توګه د په رسمیت پیژندو د پریکړې په اړه  ډیر سخت غبرګون وښود.

هغه  په ټرمپ غږ وکړ چې  آی ټرمپه! ته  د چا  خاوره  اسراییلو ته  ورکوې. د ګولان ټپې د سوریې خاوره  ده. پدې اړه  د ملګروملتونو  پریکړه هم  موجود ده.

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې په استانبول کې  وکړې.

هغه  په ټرمپ غږ وکړ چې « ته  د چا خاوره  اسراییلو ته  ورکوې  او بښې. د ګولان ټپې د سوریې خاوره ده. پدې اړه  په ۱۹۶۷ میلادي کال کې د ملګروملتونو د سازمان پریکړه  موجود ده . د ملګروملتونو  د پریکړې له مخې هم  دا خاوره  د سوریې ده.»

هغه په ټرمپ  د سختې نیوکې سره وویل چې  « د ملګروملتونو  سازمان د پریکړې سره سره  څنګه  کیدای شي چې ټرمپ  د سوریې خاوره  اسراییلو ته په بخشش کې ورکوي. اروپايي ټولنه  د اشغال لاندې د ګولان تپې د سوریې خاوره بولي او ستاسې دا پریکړه نه مني، اسلامي همکاریو تشکیلات مونږ  ستاسې دا پریکړه په رسمیت نه پيژنو  او نه يي منو. روسیه او چین  ستاسې دا پریکړه نه مني. د همدې امله  د ملګروملتونو د امنیت د شورا نه هم  پدې اړه  کومه پریکړه کول  ناممکنه ده . »

د وطن ورځپاڼې « د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ګولان ټپو په مسئله کې پر عربي هیوادونو  ډیره سخته نیوکه وکړه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د امریکا لخوا د اسراییلو تر اشغال لاندې د ګولان ټپې  د اسراییلو د خاورې په توګه د په رسمیت پيژندو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. هغه وویل  چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د اسراییلو تر اشغال لاندې  د سوریې اړوند  د ګولان ټپې  د یو تقنیني فرمان په لاسلیکولو  سره  د اسراییلو د خاورې په توګه په رسمیت وپیژنده  خو  له بده مرغه چې د عربي هیوادونو لخوا  غږ هم  اوچت نشو. هغه وویل چې دا ډیر د خواشینۍ ځای دی. هغه وویل چې د امریکا  پر خلاف لومړنی غبرګون ترکیې وښود. هغه زیاته کړه چې اروپايي تولنې هم  د امریکا ددې پریکړې پر خلاف غبرګون وښود خو  عربي هیوادونه د امریکا  او اسراییلو له ډاره  غږ  نشي اوچتولی . تر اوسه پورې  غږ ندی اوچت کړی.

د خبرترک ورځپاڼې « هندي سوداګر مانپریت سنګ : په ترکیه کې د پانګه اچونې لپاره تر ټولو مناسب  وخت  دی »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هندوستان د نړۍوالو سوداګریزو خونو  رئیس  مانپریت سنګ  د خپل هیواد په پانګه والو غږ وکړ چې په ترکیه کې د پانګه والۍ  تر ټولو  ښه  او مناسب  وخت  دی. هغه وویل چې ترکیه د اروپا او منځني ختیځ ترمنځه  یو ډیر مهم مرکز  دی. هغه وویل چې په ترکیه کې یو زیات شمیر  ډیر قوي شرکتونه شتون لري چې د اروپايي ټولنې سره  ډیرې ښې او قوي اړیکې لري. هندي شرکتونه کولای شي چې  ددې فرصت نه ښه استفاده وکړي.

د حریت ورځپاڼې « په ۲۰۱۹ کال کې د ګرځندوی د سکتور د ۱۵ سلنې ودې اټکل شوی »  د سرلیک لاندې لیکلي دي،  د ترکیې د کولتور او ګرځندوی  وزیر محمد نوري ایرسوی  د ۲۰۱۹ کال لپاره  د ترکیې د ګرځندوی د ستکور د ودې په اړه  شوی اټکل اعلان کړ. هغه وویل تمه کیږي چې په ۲۰۱۹ کال کې ۱۵ سلنه لا زیات  ګرځندویان ترکیې ته راشي ځکه چې  وار د مخه  په یو زیات شمیر ولایتونو کې  هوټلونه  بوک  شوي دي. د بوک شوو هوټلونو  کچه  ډیره لوړه ده . هغه وویل چې ترکیه به ۲۰۱۹ کال به د ترکیې د ګرځندوی له پلوه  ډیر ښه  کال وي. هغه وویل چې د ګرځندوی د سیزن د لا اوږدولو او په ترکیه کې د ګرځندوی  د سکتور کیفیت او ظرفیت د لا لوړولو په خاطر  د کولتور او هنر د یو ځای کولو پر مسئلې  کار کوي.

د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیې د سروزور هدف  تر ۲۰۲۳ کاله د تولید کچه ۵۰ ټنو ته  لوړول  دي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو مرستیال وزیر میتهات جانسز وویل چې  په ترکیه کې د ۲۰۰۰ کلونو پورې د سروزور تولید صفر وو . خو په ۲۰۱۳ کال کې بیا  د ۳۳ عشاریه ۵ ټنه  سروزرو تولید سره  ریکاټ مات کړ. همداشان  دا رقم په ۲۰۱۸ کال کې بیا ۲۷ عشاریه ۱ ټن ته  راټیټ شو. هغه وویل چې په تیرو ۳۰ کلونو کې  د پلټون د فعالیتونو د ډیریدو سره  یو زیات شمیر نوې زیرمې وموندل شوې. هدف تر ۲۰۲۳ کاله  د ۵۰ ټنو سروزور تولید  دی.

 



اړوند خبرونه