د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1169940
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې « چاوش اوغلو : داځل به جګړه ستاسې له لاسه  پیلیږي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  په نوي زیلاند کې د جمعې د لمانځه پر مهال په دوو جوماتونو د برید په اړه وویل  چې « دې  جاني قاتلینو  او ملاتړ کوونکو يي  ولسمشر اردوغان ته هم  خوله راوږده کړې وه. دې پیښې ته په کتو سره  د ورا څرګنده ده  چې  د اسلام  او ترکانو دښمنانو  لاس په لاس کې سره ورکړی او په ګډه  دا ډول  ترهګریز فعالیتونه کوي. ددې خبرې سبب دادی چې نن ورځ په نړۍ کې د مسلمانانو د حق او حقوقو نه یواځې ترکیه په لوړ غږ سره  دفاع کوي. هغه وویل چې په راتلوونکي کې کیدای شي چې دا  ترهګرې ډلې  د کاتولیکو، پروتیستان او اورتادوکس  پر خلاف هم  عینې چلند وکړي. هغه اروپا ته خبرداری ورکړ چې  کیدای شي چې  د دویمې نړۍوالې جګړې په څیر یوه جګړه  دا ځل ستاسو له لاسه پیل شي.

د سټار ورځپاڼې  « ترکېې په مالي کې خونړی برید وغنده »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې  د مالي د موپتي په سیمه  کې په یو کلي  ترسره شوی وسله وال برید په کلکو ټکو وغنده  او  ددې پيښې د قربانیانو په خاطر يي  د نوموړي هیواد حکومت او ملت ته د تسلیت او ډاډګیرنې پيغام واستوه.

د بهرنیو چارو وزارت لخوا په استول شوي د تسلیت په پيغام کې راغلي دي چې « په ډیرې خواشینۍ سره مو  د مالي  د موپتي په سیمه کې د بانکاس  د کلي ترڅنګ په یو کلي  د ترسره شوي  خونړي  برید چې په پایله کې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ته  خبر ترسره کړ. ترکیه دا منفور  او وحشیانه برید په کلکو ټکو غندي او د مالي خلکو او حکومت ته  د ډاډګیرنې او تسلیت  مراتب  وړاندې کوي. د پيښې د قربیانو لپاره  د الله د دربار څخه  د رحمت او مغفرت  او د ټپیانو لپاره د عاجلې شفا غوښتنه کوو. »

د خبرترک ورځپاڼې « د استانبول  هوايي ډګر به په نندارتونو کې د نړۍوالو د ګډون کچه لوړه کړي  »  د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د جرمني لخوا د ترکیې د نندارتونونو  عمومي رئیس  الکساندر کوهنل  وویل چې  د استانبول  د نوي هوايي ډګر د پرانیستو سره  به ترکیه  په هوايي ترانزیت مرکز بدله شي. ددې سره به  په ترکیه کې په نندارتونو کې د نړۍوالو د کډون کچه هم  لوړه شي.

د حریت ورځپاڼې  « د ترکېې تماټر د نړۍ ګوټ ګوټ ته  صادریږي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د شنو خونو  او بزګرانو د ټولنې رئیس  مسلم یانمز  ویلي دي چې ترکیه د نړۍ ګوټ ګوټ ته  تماټر  صادروي. هغه وویل چې  د ترکیې لخوا نړۍ ته د سابو او ترکارۍ  د صادراتو په لومړني سر کې  ټماټر  ځای لري . هغه وویل چې د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې ترکي ټماټر ځانګړي مینه وال لري. ترکیه په کال کې په اوسط ډول  ۱۲ میلیونه ټنه ټماټر تولید لري. ددې ټماټرو  نږدې ۳ نیم میلیون ټنه  په شنو خونو کې تولیدیږي. هغه وویل چې ترکیې  تیر کال د نړۍ ۵۳ هیوادونو ته  ۲۹۲ میلیونه ټنه ټماټر صادر کړي دي.

د صباح ورځپاڼې « د  هیواد د موسیقۍ نامتو  ډله  کنسرت ورکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزارت د ښکلو هنرونو  ریاست د هیواد  د ولسمشرۍ مانۍ د ارکستر د موسیقۍ د نامتو ډلې  مظهر، فواد  او اوزکان  سره په ګډه  د موسیقۍ مینه والو ته  کنسرت ورکول ته تیاری نیسي. دا کنسرت به د مارچ په ۲۶ مه نيټه  د پلازمینې انقرې  د سپورت په سالون کې  ترسره شي.



اړوند خبرونه