د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « د ګولان تپو په اړه د ټرمپ څرګندونې لا زیات تاوتریخوالي او درد اوغم ته لار پرانیزي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د اسراییلو لخوا د نړۍوالو حقوقو پر خلاف اوچت شوو ګامونو ته د مشروعیت ورکولو هڅه کوي چې دا ډول اقدامات په سیمه کې لا زیات تاوتریخوالي او ستونزو ته لار پرانیزي.
هغه د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې چې د هیوادونو ارضي تمامیت او مځکنۍ بشپړتیا د نړۍوالو حقوقو اساس تشکیلوي. د امریکا ولسمشر بیا د اسراییلو لخوا د نړۍوالو حقوقو پر خلاف اوچت شوو ګامونو ته د مشروعیت ورکولو هڅه کوي. د ټرمپ دا ډول اقدامات په سیمه کې د جنجالونو او تاوتریخوالي د زیاتولو نه پرته بله کومه ګټه نکوي.
ترکیه د سوریې د مځکنۍ بشپړتیا نه پوره ملاتړ کوي.
د خبرترک ورځپاڼې « چاوش اوغلو : د اروپا پارلمان د اروپا د ګډو ارزښتونو نه دفاع نکوي. » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په اروپا کې د افراطیت او تبعیض د کچې د لوړیدو نه یادونه وکړه. هغه وویل چې د اروپا په پارلمان کې د افراطي او توکمپاله وکیلانو د شمیرې د لوړیدو له امله د اروپا پارلمان د اروپا د ګډو ارزښتونو نه لرې کیږي. د ګډو ارزښتونو د دفاع نه لرې کیږي.
د اروپا پارلمان یواځې د ترکیې لپاره نه بلکې پخپله د اروپايي ټولنې او د ګډو ارزښتونو لپاره هم په یو جدي ګواښ بدل شوی دی.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیې په ۳۵۰۰ مترو کې تیل وموندل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، پدې وروستیو کلونو کې د نوې تکنالوژۍ سره او تخنیکونو سره د هیدروکاربن د تولیدونکو هیوادونو په کتار کې ترکیې هم ځای ونیو. د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز د هیواد د دیاربکر او سیرت په ولایتونو کې د نفتو د پلټنو د فعالیتونو په اړه خبري رسنیو ته معلومات ورکړل. هغه وویل چې د دیاربکر ولایت د مرمر لومړۍ سیمه کې د مځکې نه ۳۵۰۰ متره لاندې نقت تثبت شوي دي. هغه وویل چې ترکیې دا لومړی ځل دی چې د نوي تخنیک په کارولو سره نفت تثبیت کړي دي.
د صباح ورځپاڼې « د جواهراتو ننداتون پرانیستل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي چې د استانبول د جواهراتو نندارتون چې پرون پرانیستل شوی دی پنځه ورځې به دوام وکړي. پدې نندارتون کې د ۲۴ هیوادونو نه ۱۲۵۰ شرکتونو استازو ګډون کړی دی. همداشان دا نندارتون د ۱۲۰ هیوادونو نه تر څه باندې ۳۰ زرو د جواهراتو مسلکي کسانو خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي دي . پدې نندارتون کې په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره جوړ شوي د یاسین شریف تسبح نندارې ته وړاندې شوي دي. ددې تسبع بیه ۳۵۰ زره ترکي لیرې ټاکل شوې ده .
همداشان په نندارتون کې د ترکیې د مشهورو ډرامو لکه قیام، پایتخت عبدالحمید او قوت العماره اړوند ځینې توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې پټ جنت » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انتالیا ولایت د فینیکي سیمه چې به نړۍ کې د مالتو ، طبعیت او تاریخ سره ځانګړی شهرت لري د انتالیا ولایت د بې سارو ولسوالیو نه یوه ده . ویل کیږي دا ولسوالۍ چې د توروس غرونو په لمنو کې د مدیترانې په منځ کې قرار لري د مالټو د باغچو، پاکو جهیلونو، د هر ډول شور او ماشور نه لرې ساکنه سیمه ده. دا سیمې تر اوسه پورې خپل خاصیت او طبعي ځانګړتیا د لاسه نده ورکړې. دا سیمه د ترکیې د پټ جنت په توګه هم یادیږي.