د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې « په بروکسل کې د بهرنیو چارو د وزیر چاوش اوغلو مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو تیره ورځ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د اروپايي ټولنې او ملګروملتونو لخوا جوړ شوي د سوریې او سیمې د راتلوونکي نه ملاتړ تر نامه لاندې د کنفرانس په پرانیست وینا کې ډیرې مهمې څرګندونې وکړې. هغه وویل چې د استانه د بهیر په پایله کې د سوریې په ادلب کې د تاوتریخوالي د کمولو او سیاسي بهیر د پرمختګ په خاطر ډیر مهم ګامونه اوچت شوي دي. دې بهیر د سوریې د مسلې سره ډیره زیاته مرسته کړې ده . همداشان په سوریه کې د نوي اساسي قانون د جوړولو په خاطر مو کمیټه وټاکله چې دې کمیټې چارې هم پرمخ روان دې.
د خبرترک ورځپاڼې « د دفاع وزیر اکار: اف ۳۵ نوې نسل جنګي الوتکو د تسلیم بهیر پرته د کوم خنډه پر مخ روان دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار تیره ورځ د اف ۳۵ نوي نسل جنګي الوتکو په اړه وویل چې « تمه کوو چې دا الوتکې د روان کال د نوامبر په میاشت کې ترکیې ته وسپارل شي. دم ګړۍ هر څه نورمال روان دي. زمونږ د پیلوټانو او تخنیکي ډلې روزنیز پروګرام پر مخ روان دی. په ترکیه کې هم ورته زیربناګانې جوړې شوي دي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې د عدلیې وزیر د اروپايي ټولنې د پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د عدلیې وزیر عبدالحمید ګل د اروپا د پارلمان لخوا د ترکیې د ۲۰۱۸ کال د راپور د منلو په غبرګون کې وویل « د ترکیې پر خلاف د اروپا دا پيش داوره راپور به اروپا د خلکو ارزښتونو نه لرې شوې ده د سند په توګه په تاریخ کې ثبت شي. د یو پلو نه د ډیموکراسۍ او بشري حقونو په اړه سورې او نارې وهل او د بل پلوه بیا د دیموکراسۍ او ارادۍ پر خلاف جګړه کوونکو نه ملاتړ ستره تاریخي خطا ده.
د سټار ورځپاڼې « د ولسمشرۍ ماڼۍ د ارکستر سر وایلون غږونکې په صوفیه کې کنسرت اجرا کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ارکستر سر وایلون غږونکې ژولیده یالچین د بلغاریا په پلازمینه صوفیه کې کنسرت اجرا کړ.
دا کنسرت چې د بلغاریا د موسیقۍ په سالون کې جوړ شوی وو ډیر مشهور اثرونه يي وغږول.
د صباح ورځپاڼې « ۲۳۰۰ کلن کولتوري میراث » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سامسون ولایت د بافرا په ولسوالۍ د هیلنیستیک په پيړۍ کې جوړ شوي د عصر قلا او قایا لرغوني قبرونو نه هره ورځ په سلګونو تنه ګرځندویان لیدنه کوي.
همداشان په سیمه کې ۲۳۰۰ کلن لرغوني قبرونه هم شتون لري .