د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1163212
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د خبرترک ورځپاڼې « اردوغان : ای نتنیاهو ته ظالم يي  ظالم »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ولسمشر اردوغان  د پلازمینې انقرې  د پورساکلر په ولسوالۍ کې  هیوادوالو ته وینا وکړه. ولسمشر اردوغان  په خپله وینا کې په مسجد الاقصی  د اسراییلي ځواکونو  د چاپې  او پدې  چاپه کې  د یو تن ۷ کلن فلسطیني ماشوم  د وژل کیدو له امله د اسراییلو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

ولسمشر اردوغان  د اسراییلو د لومړي وزیر نه  د غل  او  قاتل ظالم په توګه یادونه وکړه.

ولسمشر اردوغان د اسراییلو پر لومړي وزیر نتنیاهو غږ وکړ « ای نتنیاهو په خود شه، ته  د ۷ کلن فلسطیني ماشوم  قاتل  او ظالم يي. ته  د ښځو  بندي کوونکی ظالم يي . ستاسې  پولیس  او پوځیان  د پوځي  موزو  او بوتانو سره  زمونږ  سپڅلي  مکان  مسجدالاقصی جومات ته  داخلیږي. مونږ  په خپل هیواد کې  کله هم په کوم  یهودي  ظلم  ندی کړی. تر اوسه پورې  مونږ هیڅکله هم  په کوم سیناګوګ  ستاسې په څیر چاپه نده اچولې. د نورو د مقدساتو سره  مو  ستاسې په څیر  چلند  ندی کړی. زمونږ د تحریکولو هڅه مکوۍ ځکه چې  مونږ ستاسې پدې چټلو  لوبو فریب نه خورو. خو یوه خبره  باید هیره نکړۍ  چې ستاسې نه به ددې کړنو  پوښتنه وکړو. »

د سټار ورځپاڼې « د درواغو سره  خپل  جرمونه او جنایتونه پټولی نشۍ »   د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند  ابراهیم قالن د اسراییلو  د لومړي وزیر نتنیاهو لخوا په ولسمشر اردوغان  د نیوکې له امله  ډیر  سخت غبرګون وښود. قالن وویل چې  د اسراییلي چارواکیو درواغ  او فشارونه  د هغوې  لخوا ترسره شوي جرمونه  پټولی نشي.قالن وویل د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو د عربانو او مسلمانانو پر خلاف د دښمنیو نه د ډکو څرګندونو سره  خپل اصلي څیره  ټولو ته  وښوده. هغه  اوس  د خپلې  څیرې  د پټولو  او د ټولو پام  بل لوري ته د اړولو په خاطر  په ولسمشر اردوغان  نیوکې  کوي. د نتنیاهو په مشرۍ تبیعضګر دولت  نن ورځ هم  د فلسطین د خاورې اشغال ته دوام ورکوي. ښځې او ماشومان په قتل رسوي. مظلوم فلسطینیان يي په خپل وطن او خاوره کې  بې ځایه کړي او په  بې کورۍ  يي محکوم کړي دي. د درواغو  او دا ډول بریدونو سره  خپل جنایتونه  پټولی نشۍ.

د ینې شفق ورځپاڼې « د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د اروپا د پارلمان پر خلا ف سخت غبرګون » د سرلیک لاندي لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت  د اروپا د پارلمان لخوا منل شوی  د ترکیې د ۲۰۱۸ کال راپور په اړه سخت غبرګون وښود.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې  دا راپور  د ترکیې لپاره د ذرې په اندازه ارزښت  او قیمت نلري.

د بهرنیو چارو وزارت لخوا پدې په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې راپور په ټولې معنا سره  یو پلوی  او د حقیقت نه په کامله توګه لرې  جوړ شوی دی. د همدې امله  دا راپور  د ترکیې لپاره د ذرې په اندازه  اهمیت او ارزښت نلري.

د حریت ورځپاڼې «  ۹۱ سلنه روسان ترکیې ته د رخصتۍ تیرولو په خاطر راځي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سیاحتي نماینده ګیو د ټولنې لخوا د جوړ شوي راپور له مخې  تیر کال  ترکیې ته د راغلو روسانو نه  ۹۱ سنله يي د رخصتۍ د تیرولو په خاطر راغلي دي. په راپور کې راغلي دي چې ترکیه د روسانو لپاره د رخصتۍ مهم مرکز  دی.

تیر کال  ترکیې ته  ۵ میلیونه ۹۶۴ زره  او ۶۱۳ تنه  روس  ګرځندویان  راغلي دي.  

 



اړوند خبرونه