د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/e2e7/72a1/feea/5c7cc4dfd725f.jpg?time=1718859235)
د خبرترک ورځپاڼې « ترکیې تر ټولو زیاته تازه میوه او سابه روسیې ته صادر کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د ۲۰۱۹ کال په لومړنیو دوو میاشتو کې د نړۍ سلو هیوادونو ته جمعآ د ۳۶۵ میلیونه او ۶۶۲ زرو ډالرو په ارزښت تازه میوه او سابه صادر کړي دي. پدې دوو میاشتو کې یواځې روسیې ته د ۱۰۴ میلیونو او ۵۳۳ زرو ډالرو تازه میوه او سابه صادر شوي دي. په دویم کتار کې عراق او په دریم کتار کې بیا رومانیا ځای نیولی دی.
د وطن ورځپاڼې « د باور او اعتماد د لا پخیدو سره بهرنۍ پانګه د ترکیې پر لورې راماته شوې ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تیر کال د اګست په میاشت کې د ترکیې د اقتصاد پر خلاف د بهر نه بهرنیو اسعارو سره د ترسره شوو بریدونو نه وروسته د نیول شوو اقتصادي تدابیرو له امله د انفلاسیون کچه راټيټه شوه. حتا د ترکیې بودیجه اضافه شوه او جاري کسر راټیټ شو. بانکي سودونو کچه راټیټه شوه. ددې سره سم کورنیو او بهرنیو پانګه والو په پانګه اچونو پيل وکړ. د ویلو ده چې د قیمت بها اسناد د صادراتو اړوند طلب ۳ برابره لوړ شو. د اسهامو د بازار نه د دوو میاشتو په دننه کې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت سهمیې وپیرودل شوې. د مرکزي بانک احتیاطي ذخیره سلو میلیاردو او ۶۵ میلیونو ډالرو ته رسیدلې ده .
د حریت ورځپاڼې لیکلي دي چې د ترکیې د چناق کلا ولایت د چناق کلا د ستر بري د ۱۰۴ مې کلیزې لمانځولو ته تیاری نیسي. سږ کال د چناق کلا ولایت لیدونکو ته ځینې زیري هم لري. د ویلو ده چې د چناق کلا په ولایت کې د حمیدیه د استحکام مرکز او د صدالبحیر کلا د بیارغونې نه وروسته د نندارچیانو پر مخ پرانیستل کیږي. همداشان پدې ښار کې پنځه میاشتې مخکې د تروا موزیم هم د نندارچیانو پر مخ پرانیستل شوی وو. همداشان پدې ښار کې به په تاریخي نیم ټاپو کې تر ټولو پر لوړه سیمه کې موجود د محمدچیک فنر یا برج د ګرځندوی پر مخ پرانیستل شي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د ګرځندوی په برخه کې د ترکیې نوی هدف سل میلیونه تنه ګرځندویان » د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیه د ګرځندوی په برخه کې نوو کولتوري حملو ته تیاری نیسي. د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزارت ویلي دي چې د اناطولیا د مدنیتونو او ارزښتونو نه به د هیواد نه بهر په فعالیتونو کې استفاده وکړي. دا مسئله به په اوږده موده کې د ګرځندوی په برخه کې د ترکیې د سلو میلیونو تنو ګرځندویانو د هدف ته ډیره مرسته وکړي.
د هیواد د کولتور او ګرځندوی وزارت په پام کې لري چې پدې چوکاټ کې د ترکیې کولتوري شتمني راوسپړي. ددې سره به د هر ولایت کولتوري هویت رامخکې کړي. پټ پاتي شوي کولتوري شتمني به د ګرځندویانو لپاره نندارې ته وړاندې کړي.
د سټار ورځپاڼې « د استانبول هوايي مساپر په دوو میاشتو کې د ۱۵ میلیونو تنو نه واوښتل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، سږ کال په لومړنیو دوو میاشتو کې د استانبول هوايي ډګرونو د ۱۵ میلیونه ۱۸۵ زره او ۵۱۷ تنو مساپرو کوربه توب کړی دی. د ویلو ده چې سږ کال د مساپرو شمیره د تیر کال همدې دوو میاشتو په پرتله ۲۱۶ زره او ۴۹۰ تنه لوړه شوې ده . د ۲۰۱۹ کال په لومړنیو دوو میاشتو کې د ترکیې د هوايی مساپرو ۵۷ سلنه د استانبول د هوايي ډګرونو نه الوتنې کړي دي.