د ترکیې د ورځپاڼو  سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو  سرټکي

1159463
د ترکیې د ورځپاڼو  سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې « د ولسمشر د مرستیال مهمې څرګندونې »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای  وویل چې ترکیه د روسیې نه  د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د رانیولو په مسئله  خپلو ملي منافعو په اساس  چلند کوي. ترکیه خپله پریکړه پخپله کوي  او خپل انتخاب هم  پخپله کوي. هغه وویل چې  ترکیه  پدې مسئله کې  د پریکړې کولو  پر مهال یواځې خپل ملي منافع په نظر کې نیسي. ترکیه به د اس ۴۰۰ دفاعي سیستم  د رانیولو نه هیڅوخت هم  لاس وانخلي. او بیا چې لا تړون يي لاسلیک کړی وو هیڅوخت به په شاه ګام اوچت نکړي.

د حریت ورځپاڼې « د عراق په شمال هوايي بریدونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې وسله والو ځواکوو  د عراق په شمال کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې  په هدفونو درانده هوايي بریدونه وکړل.

د ملي دفاع وزارت د یو بیان په خپرولو سره  ویلي دي د ترکیې هوايي ځواکونو د عراق په شمال کې  د ترهګرو په تثبت کړو  پټنځایونو  درانده هوايي بریدونه کړي دي. دا بریدونه  د سینات هفتا په سیمه کې  د ترهګرو په پټتنځایونو، د وسلو او مهماتو په ډیپوګانو او د تجمع په مرکزونو شوي دي. په بریدونو کې د ترهګر اړوند  ټول هدفونه له منځه وړل شوي دي.

د خبرترک ورځپاڼې « د ماشین الاتو صادرات  په دوو میاشتو کې ۲ عشاریه ۷ میلیاردو ډالرو ته  لوړ شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې  د ماشین الاتو  صادرات د روان میلادي کال په لومړنیو  دوو میاشتو کې د تیر کال  همدې میاشتو په پرتله  د ۸ عشاریه ۱ سلنې په ودې سره  ۲ عشاریه ۷ میلیاردو ډالرو ته رسیدلي دي.

د ترکیې د ماشین الاتو د صادراتو د ټولنې د شمیرو له مخې  یواځې د فبروري په میاشت کې  د یو عشاریه ۴ میلیاردو ډالرو په ارزښت ماشین الات صادر شوي دي. نوموړې ټولنې ویلي دي چې  په تیرو دوو میاشتو کې تر ټولو زیات  صادرات امریکا، فرانسې او اسپانیا ته  ترسره شوي دي.

د صباح ورځپاڼې « د ترکیې تحقیقاتي ډله  د انترکتیکا نه راستنه شوه  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې  تحقیقاتي ډلې چې  د دریم  تحقیقاتي سفر په خاطر  د جنوري په ۲۹ مه نيټه انترکتیکا ته  سفر کړی  وو  بیرته هیواد ته راستنه شوه. د ترکیې تحقیقاتي ډله  د ۳۶ ورځو تحقیقاتو نه وروسته هیواد ته راستنه شوه. نوموړې ډلې  چې په انترکتیکا کې د مځکې او سمندر نه  یو زیات شمیر نمونې  راټولې کړي په نوموړو نمونو د لا ښو تحقیقاتو په خاطر هیواد ته راستانه شول.

د سټار ورځپاڼې « د ترلین انتخاب ترکیه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جرمني په پلازمینه  برلین کې  د نړۍ تر ټولو  لوی  د ګرځندی نندارتون  د برلین د ګرځندوی نندارتون  پرانیستل شو. د ویلو ده چې پدې نندارتون کې د ۱۸۶ هیوادونو نه  د ګرځندوی د سکتور استازو ګډون  کړی دی.

ترکیې  پدې نندارتون کې د تروا اسپ  او ګوبکلي تپې د سمبول سره ګډون کړی دی. پدې نندارتون کې ترکیې ته ځانګړې شوې  څانګې تر ټولو زیات  لیدونکي درلودل.



اړوند خبرونه