د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1157875
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « رویټرز خبري اژانس  : په ترکیه کې لومړني پدې کچه ستر سمندري تطبیقات »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انګلستان خبري اژانس رویټرز د ترکیې د جمهوریت  د تاریخ  تر ټولو  د سترو سمندري تطبیقاتو  چې ۱۰۳ جنګي کښتیو پکې کډون کړی دی  انځورونه  نړۍ  ته  خپاره کړل. د ویلو ده چې  دا تطبیقات  د ترکیې  درې خواوو ته  په موجودو  سمندرونو کې  په عینې حال کې  پیل شوي دي. په خبر کې راغلي دي چې  د نوموړو تطبیقاتو په ترڅ کې د جوړې شوې سناریو له مخې  سمندري ځواکونو  د ازمیر د فوچا په سیمه کې  د دښمن په خاوره  برید وشو. ترکیې  پدې تطبیقاتو کې د لومړي ځل لپاره  خپلې ملي او ځايي وسلو او مهماتو نه هم  کار واخیست.

د ینې شفق ورځپاڼې « د استانبول د تکنوفیست په فیستیوال کې د ګډون په خاطر  ډیر زیات  وړاندیزونه  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، سږ کال  جوړیدونکي  د استانبول  د هوايي، فضاييي  او تکنالوژۍ  فیستیوال  تکنوفیست  د ټولو پام  ځانته رااړولی دی.د نوموړي  فیستیوال  په چوکاټ کې په جوړیدونکو  سیالیو کې د ګډون  په خاطر  ډیرو زیاتو  کسانو نوم لیکنه کړې ده . د ویلو ده چې سږ کال  په سیالیو کې د ګډون په خاطر نوم لیکنې کچه  د تیر کال په پرتله درې برابره  ډیره  ده. تر اوسه پورې دا شمیره  ۶۷۷۴ تنو ته  رسیدلي ده . ددې فیستیوال په چوکاټ کې به  د تکنالوژۍ، راکټ، جنګي ډرون الوتکو او الوتونکو موټرو په برخه کې  سیالۍ  جوړې شي.

د سټار ورځپاڼې « ترکیې د نړۍ تر ټولو کم وزنه  د ماین موندنې ماشین جوړ کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې انجینیرانو  د امنیتي ځواکونو  د اړتیاو په خاطر  په کامله توګه  په ځايي او ملي امکاناتو د نړۍ تر ټولو کم وزنه د ماین پاکۍ  ماشین تولید کړ. د ویلو ده چې  دا ماشین  امنیتی ځواکونو  لخوا  په ډیره اسانه توګه د ځان سره د انتقالولو په خاطر  طرحه او ډیزاین شوی دی.

همداشان  دا ماشین  د نورو ماشینونو په پرتله  لا په چټکه او دقیقه توګه  ماین او چاودیدونکي توکي  تثبیتوي  . د تثبیت پر مهال  په دریو  جلا جلا ډولونو  غږ ، تصویر  او لرزې  په کولو سره  امنیتي ځواکونو ته  خبرداری ورکوي.

د حریت ورځپاڼې « په ژوند کې باید  یو ځل خامخا  ددې خوږو  خوند  وڅکل شي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انسیدر خبري  پاڼې  د خوږو مینه والو ته  د نړۍ د څلورو ګوډونو نه  په ژوند کې  یو ځل که وي هم  باید دا خواږه  وڅکل  شي  لست جوړ کړی دی. پدې لست کې  د ترکېې  د ایژې د سیمې  مشهور  د لقمه  په نامه  خوږو ته هم  ځای ورکړی شوی دی. د لقمې په اړه ویل شوي دي چې  دا  خواږه  ډیر خوندور دي ځکه چې  هم  جغزي او هم  د شربت نه  ډک دي. هر سړی  د خپلې خوښې سره  سم  کولای شي چې په سر يي چارمغز، بادام، کوپره، کاکاو، قیماق، فندق  او داسې نور  څه  وشیندي  او نوش جان کړي. په خبر کې راغلي دي چې ددې خوږو خوند باید انسان یو ځل په خپل ژوند کې خامخا وڅکي.

د خبرترک ورځپاڼې « شینول ګونیش  د مارچ په میاشت کې  په دنده پیل کوي »  د سرلیک لاندې  لیکلي دي د هیواد نامتو روزونکی  شینول ګونیش چې  لنډه موده مخکې  د ترکیې  د فوټبال د ملي لوبډلې د روزونکی په توګه وټاکل شو  د اروپا د اتلولیو د غوراوي  د سیالیو په چوکاټ کې د مارچ په ۲۲ او ۲۵ مو نیټو ترسره کیدونکو  لوبو لپاره ملي لوبډله  چمتو کړي.

د ویلو ده چې  نوموړی  به  د روان سیزن  تر پایه پورې  د ترکیې د بیشکتاش په لوبډله کې هم خپلې دندې ته دوام  ورکړي.



اړوند خبرونه