د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/f259/92c5/f37c/5bf7999845b23.jpg?time=1718872463)
د وطن ورځپاڼې « د روسیې د دفاع وزیر انقرې ته راغلی وو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار تیره ورځ د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو سره ولیدل.
دواړو وزیرانو د فبروري په ۱۴ مه نيټه د روسیې د سوچي په ښار کې د روسیې، ترکیې او ایران د ولسمشرانو د سرمشریزې، د سوریې په وروستیو پرمختګونو او د ادلب په ګډون د سیمې په مهمو مسئلو خبرې وکړې.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې باز الوتکې تر ټولو د ښې الوتکې جایزه ترلاسه کړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکي باز په نامه الوتکې د اروپا تر ټولو د مشهورې سیالۍ جرمن ډیزاین اوارډ جایزه ترلاسه کړه. ویل کیږي دې الوتکې د ډیر قوي ډیزاین جایزه ترلاسه کړې ده . دا الوتکه هم په مځکه او هم په اوبو کې د کیناستو د ظرفیت او د انرژۍ د تصرف ځانګړتیا لري.
د خبرترک ورځپاڼې « د انترکتیکا تیګو نه به د مریخ په اړه په تحقیقاتو کې کار واخیستل شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د استانبول د تخنیک پوهنتون د جیولوجۍ د څانګې محققې یاغمر ګونیش په انترکتیکا کې خپل علمي تحقیقات سرته د رسولو نه وروسته ویلي دي چې « د انترکتیکا نه مو د راټولو کړو ځانګړو تیګو او نورو مادو نه به د مریخ په اړه په تحقیقاتو کې به زمونږ سره ډیره مرسته وکړي. هغه وویل چې په ترکیه کې پدې وروستیو کې د فضا په اړه تحقیقات ګړندي شوي دي. دا ډول فعالیتونه د هیواد لپاره ځانګړی اهمیت لري.
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې د بایبورت ولایت نه ۴ قارو ته صادرات » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بایبورت په ولایت کې د قیمتي ګانو د پرې کولو او ډیزاین یوه فابریکه په امریکا، اروپا، اسیا او افریقا کې ۱۶ هیوادونو ته صادرات لري. د یادې شوې فابریکې مشر نورالله شنترک ویلي دي چې بایبورت ولایت د طبعي او قیمتي کاڼو له پلوه ډیر بډایه ولایت دی. همداشان په فابریکه کې د شاوخوا ولایتونو طبعي او قیمتي کاڼې د پرې کولو او ډیزاینونو نه وروسته د نړۍ ۱۶ هیوادونو ته صادرو.
د ینې شفق ورځپاڼې « د استانبول د اوبو لاندې ښکلا او بډاینه نندارې ته وړاندې کیږي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول د اوبو لاندې بډاینه نن ماښام د جمال رشید بای د کنسرتونو په سالون کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نندارې ته وړاندې کیږي.
د استانبول ښاروالۍ د ګرځندوی ریاست په همکارۍ په ۵۲ ورځو کې په ۳۳ مختلفو برخو کې د سمندر په تل کې د استانبول د اوبو لاندې د بډاینې نندارې ته د وړاندې کولو په خاطر مستند فلم جوړ کړی دی. دا فلم دوه سمندره یو ښار تر نامه لاندې د اوبو لاندې ډک شوی دی.